ایران ۵۰۰ افغان محصلینو ته سکالر شپونه ورکوی
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویندوی وویل اسلامی ایران افغان محصلینو لپاره ۵۰۰ بورسیې یا سکالر شپونه نهایی کړی او له سږ کاله به اجرایی شی .
د ایرنا له راپور سره سم فیصل امین زیاته کړه افغان محصلین به له دغه سکالر شپ د استفغادې لپاره د دواړو هیوادونو د ګډ پلاوی په شتون کې په یوه امتحان کې ګډون وکړی .
حاضر دمه په کابل پوهنتون کې ۱۵ محصلین د ډاکټریټ په سویه ، ۵۰۰ محصلین د فوق لیسانس او اته ویشت زره محصلین هم د لیسانس په سویه په زده کړو بوخت دی .
د درست افغانستان په دولتی پوهتونونو کې ۷۱ زره محصلین په زده کړو بوخت دی چی ۲۱ فیصده پکې انجلۍشاملې دی .
د ایران اسلامی جمهوریت تل د افغان ولس په څنګ کې دریدلې دې او اوس هم د افغانستان د د متخصصانو د تازه نسل په روزولو کې اغیزمن رول لوبوی .
د رهبرۍ ستر مقام هم په وروستیو کې حکم ورکړ چی درست افغان ماشومان د اسلامی ایران په دولتی ښونځیو کې ثبت نام شی چی دا یوه ستر او تاریخی فیصله ده .