د امریکا تیری ګر اقدامات د نړیوالو قوانینو پر خلاف دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i45102-د_امریکا_تیری_ګر_اقدامات_د_نړیوالو_قوانینو_پر_خلاف_دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام ښاغلی کاظم صدیقی همداراز د روسیې د حکومت په وسیله له کیماوی وسلو د استفادې په بې اساسه او نه ثابتې شوی ادعا د سوریې په خاورې د امریکا وروستی تیر ی ته اشاره وکړه او ویې ویل په دروغجنو ادعاګانو سره د امریکا یو اړخیزه ، څاروی ډوله او له اجازې پرته اقدام د نړیوالو قوانینو او عرف په خلاف دې ، او د نړۍ هیوادونه باید د دغه ډول تیری ګریو د دوام خنډ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2017 10:43 Asia/Kabul
  • د امریکا تیری ګر اقدامات د نړیوالو قوانینو پر خلاف دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام ښاغلی کاظم صدیقی همداراز د روسیې د حکومت په وسیله له کیماوی وسلو د استفادې په بې اساسه او نه ثابتې شوی ادعا د سوریې په خاورې د امریکا وروستی تیر ی ته اشاره وکړه او ویې ویل په دروغجنو ادعاګانو سره د امریکا یو اړخیزه ، څاروی ډوله او له اجازې پرته اقدام د نړیوالو قوانینو او عرف په خلاف دې ، او د نړۍ هیوادونه باید د دغه ډول تیری ګریو د دوام خنډ شی .

ښاغلی صدیقی تینګار وکړ د ایران ملت او وسله وال ځواک  به د دښمن هر ډول احتمالی تیری ته دایمان  په طاقت ، ملی اقتدار او خپلو امکاناتو په تکیې سره پیاوړې او پښیمانونکې ځواب ورکړی .

د تهران د جمعې لمانمځه خطیب  په یمن کې د  عربستان او د هغه د متحدانو د جنایتونو او تیری د دوام په وړاندې د ملګرو ملتو په شمول د نړیوالو ټولنو په چوپتیا په نیوکې سره جوته کړه  په پریکنده توګه ال سعود او د هغه متحدان به د یمن د مظلومو  او بیګناه خلکو د وژلې او په  یوه سوځیدلی ټاټوبی د یمن د بدلولو د سیاست د دوام ځواب ترلاسه کړی .

ښاغلی صدیقی د خپلو ویناو په بله برخه کې د ولسمشرۍ او شوراګانو په راتلونکیو انتخاباتو کې د ایرانی ولس ّپراخ شتون د ملی اقتدار او د ایرانی ملت د دښمنانو د ویرې زمینه جوړونکې وباله او جوته یې کړه چی  په انتخاباتو کې پراخ ګډون  د اسلامی انقلاب له ایډیال او د اسلامی جمهوریت له نظام سره د ایرانی ملت د بیا بیعت او تړون د تازه کولو په معنا دې .