ایران ، روسیې او سوریې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i45110-ایران_روسیې_او_سوریې_له_ترهه_ګرۍ_سره_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
د ایرنا له راپور سره سم د ایران ، روسیې او سوریې خارجه وزیرانو په ماسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پاې کې په ګډ خبری کانفرنس کې د سوریې د کړکیچ په سیاسی حل ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او همداراز د سوریاوالو د مرستې په ضرورت ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2017 11:38 Asia/Kabul
  • ایران  ، روسیې او سوریې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ

د ایرنا له راپور سره سم د ایران ، روسیې او سوریې خارجه وزیرانو په ماسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پاې کې په ګډ خبری کانفرنس کې د سوریې د کړکیچ په سیاسی حل ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او همداراز د سوریاوالو د مرستې په ضرورت ټینګار وکړ

محمد جواد ظریف ، سرګی لاوروف او ولید المعلم نن د ماسکو په خارجه وزارت کې د سوریې د کړکیچ د سیاسی اواری د سټراټیجۍ په چوکاټ کې بندو تنبو شاته غونډه ترسره کړه .

ښاغلی ظریف  په دغه ګډ خبری کانفرنس کې وویل له کیماوی وسلو استفاده چی اسلامی ایران یې په ځلونو قربانی شوی ، نن سوریې پرضد کارول شوی دی .

ظریف زیاته کړه نن ترهه ګرۍ نه یوازې په سوریې بلکې په سن پیټرز بورګ او جرمنی کې هم قربانی اخلی . ښاغلی ظریف امریکا او سوریې ضد هیوادونو ډلې ته په خبرداری سره وویل  په تیرې لسیزې کې جوته شوی ده چی د یو اړخیزه اقداماتو نتیجې په سیمه کې ډیر تاوانونه درلودلی دی .

د روسیې خارجه وزیر لاوروف هم په دغه ګډ خبری کانفرنس کې وویل  درې هیوادونه د سوریې د کړکیچ د سیاسی حل لپاره غږمله او یوه خله دی .

لاوروف په سوریې د امریکا حمله تیرې وباله او زیاته یې کړه چی یوه پلټونکی ډله د خان شیخون د پیښو په اړه تحقیق وکړی .

د سوریې خارجه وزیر المعلم هم د امریکا د توغندیو حملې په غندلو سره  په دې زمینه کې د خپلواکه او سملاسی تحقیقاتو په ترسره کولو ټینګار وکړ .