ایران ، روسیې او سوریې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
د ایرنا له راپور سره سم د ایران ، روسیې او سوریې خارجه وزیرانو په ماسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پاې کې په ګډ خبری کانفرنس کې د سوریې د کړکیچ په سیاسی حل ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او همداراز د سوریاوالو د مرستې په ضرورت ټینګار وکړ
محمد جواد ظریف ، سرګی لاوروف او ولید المعلم نن د ماسکو په خارجه وزارت کې د سوریې د کړکیچ د سیاسی اواری د سټراټیجۍ په چوکاټ کې بندو تنبو شاته غونډه ترسره کړه .
ښاغلی ظریف په دغه ګډ خبری کانفرنس کې وویل له کیماوی وسلو استفاده چی اسلامی ایران یې په ځلونو قربانی شوی ، نن سوریې پرضد کارول شوی دی .
ظریف زیاته کړه نن ترهه ګرۍ نه یوازې په سوریې بلکې په سن پیټرز بورګ او جرمنی کې هم قربانی اخلی . ښاغلی ظریف امریکا او سوریې ضد هیوادونو ډلې ته په خبرداری سره وویل په تیرې لسیزې کې جوته شوی ده چی د یو اړخیزه اقداماتو نتیجې په سیمه کې ډیر تاوانونه درلودلی دی .
د روسیې خارجه وزیر لاوروف هم په دغه ګډ خبری کانفرنس کې وویل درې هیوادونه د سوریې د کړکیچ د سیاسی حل لپاره غږمله او یوه خله دی .
لاوروف په سوریې د امریکا حمله تیرې وباله او زیاته یې کړه چی یوه پلټونکی ډله د خان شیخون د پیښو په اړه تحقیق وکړی .
د سوریې خارجه وزیر المعلم هم د امریکا د توغندیو حملې په غندلو سره په دې زمینه کې د خپلواکه او سملاسی تحقیقاتو په ترسره کولو ټینګار وکړ .