ډي میستورا او جابري انصاري د قزاقستان په پلازمینه کښې سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i46626-ډي_میستورا_او_جابري_انصاري_د_قزاقستان_په_پلازمینه_کښې_سره_وکتل
ډي میستورا او جابري انصاري د سوریې د وروستیو بدلونونو او د آستانه د مذاکراتو د بهیر په هکله سلامشورې او د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 03, 2017 11:20 Asia/Kabul
  • ډي میستورا او جابري انصاري د قزاقستان په پلازمینه کښې سره وکتل

ډي میستورا او جابري انصاري د سوریې د وروستیو بدلونونو او د آستانه د مذاکراتو د بهیر په هکله سلامشورې او د نظر تبادله وکړه.

د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د عمومي منشي ځانګړي استازي سټیفن ډي میستورا او د ایران مرستیال خارجه وزیر او د قزاقستان په پلازمینه کښې د سوریې نړیوالې غونډې ته د ایران د لیږلي پلاوي مشر صادق جابري انصاري په آستانه کښې سره وکتل.

ډي میستورا او جابري انصاري په دغه کتنه کښې د سوریې د وروستیو بدلونونو او د آستانه د مذاکراتو د بهیر په هکله سلامشورې او د نظر تبادله وکړه.

جابري انصاري د سوریې د کړکیچ په هواري کښې د چټکتیا ضرورت او په دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ثابت سیاست ته په اشارې سره د دې هدف ترلاسه کیدو لپاره د ملګرو ملتو او د آستانه په غونډه کښې د نورو ګډونوالو د جدي او مسئولانه فعالیت پر اهمیت ټینګار وکړ.