د ایران دفاع وزیر عربستان ته خبردارئ ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i46964-د_ایران_دفاع_وزیر_عربستان_ته_خبردارئ_ورکړ
د لبنان المنار ټیلیویژنی چینل د ایران له دفاع وزیره په نقل سره اعلان وکړ: که سعودی عربستان د ایران پر ضد کوم غلط اقدام وکړ، نو د مکې او مدینې پرته د دغه هیواد نورې سیمې به امن ونه وینی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2017 07:48 Asia/Kabul
  • د ایران دفاع وزیر عربستان ته خبردارئ ورکړ

د لبنان المنار ټیلیویژنی چینل د ایران له دفاع وزیره په نقل سره اعلان وکړ: که سعودی عربستان د ایران پر ضد کوم غلط اقدام وکړ، نو د مکې او مدینې پرته د دغه هیواد نورې سیمې به امن ونه وینی.

المنار اعلان وکړ: برید جنرال حسین دهقان ریاض ته په خبردارئ سره څرګنده کړه: د سعودی چارواکو تکبر لامل شوئ څو هغه ویناوې وکړی چې پخپله یې درک کولائ نشی، هر څه چې هغوئ غواړی، ترسره یې کړی، د ایران په ضد د صهیونیسټی رژیم خوځښت دی.

د ایران دفاع وزیر په دغو خبرو اترو کښې زیاته کړه: سعودیانو له یمن سره په ځلونو د جنګ تجربه کړې ده. دا لومړی ځل ندئ چې له دغه هیواد سره یې جنګ ته وردانګلی دی بلکه دا د یمن له خلکو سره د دوئ څلورم جنګ دی، دوئ په تیرو دریو جنګونو کښې ماتې خوړلې او دې ځل بل هم د یمن خلک اجازه ورنکړی، د سعودی وهابی نظام پر دغه هیواد مسلط شی.

حسین دهقان سیمې د شخړې د حل اړه وویل: د ستونزو هوارول آسانه دی، په لومړی ګام کښې باید عربستان له یمنه ووځی، په دوهم ګام کښې، عربستان د اسلامی هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه بنده کړی ،  دریم ګام، له سیمې د بهرنیو ځواکونو ایستل او په سیمه کښې د ټولنیز امنیت  د نظام منل، او څلورم ګام هم، د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د ولسونو پر  حقوقو باور دی. که دغه ګامونه اوچت شی نو په سیمه کښې امنیت ټینګیدلئ شی.