سعودیان به د ایران په هکله په خپلو کړو څرګندونو پښیمانه کړو
عربستان په عراق، سوریې او یمن کښې په خرابونکي او منفي رول سره خپل لاسونه د مسلمانانو او ماشومانو په وینو سره کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند د عربستان د دفاع وزیر د ایراني ضد څرګندونو په غبرګون کښې وویل: هرکله چې سعودي حکومت د دې څرګندونو د عملیاتي کولو په لور یو ګام پورته کړي، ایران به داسې اقدامات وکړي چې هغوي به په دې خپلو خبرو ستومانه کړي.
محمد باقر نوبخت نن په تهران کښې یوه خبري غونډه کښې په سیمه کښې د سعودي حکومت نه سنجول شویو او کړکیچ جوړونکو اقداماتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: عربستان په عراق، سوریې او یمن کښې په خرابونکي او منفي رول سره خپل لاسونه د مسلمانانو او ماشومانو په وینو سره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې سعودیان د خپلو سیمه ایزو ماتو د جبیره کولو لپآره داسې خبرې کوي چې د سعودیانو د ویرې او وهم په وجه د هغوي د ټولو لاپو په هکله د ایران د خارجه وزارت او دفاع وزیر لخوا د ایران پریکنده دریځ بیان شوی دی.
د ایران دفاع وزیر حسین دهقان هم پرون د عربستان د دفاع وزیر د ایراني ضد څرګندونو په غبرګون کښې ویلي وو چې که عربستان د ایران خلاف کومه کم عقلي وکړي نو د مکې او مدینې پرته به د دغه هیواد هیڅ سیمه خوندي پاتې نه شي.