امریکا او اروپا باید د برجام پر بشپړې اجرا ژمن ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i47112-امریکا_او_اروپا_باید_د_برجام_پر_بشپړې_اجرا_ژمن_ووسي
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې وویل چې د امریکې حکومت ته یې نیغ په نیغه ویلي چې دغه اتحادیه تل د برجام پر بشپړې اجرا ژمنه پاتې شوې او دا په دې معنا دي چې دا کار باید د ټولو لورو لخوا وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2017 03:19 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپا باید د برجام پر بشپړې اجرا ژمن ووسي

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې وویل چې د امریکې حکومت ته یې نیغ په نیغه ویلي چې دغه اتحادیه تل د برجام پر بشپړې اجرا ژمنه پاتې شوې او دا په دې معنا دي چې دا کار باید د ټولو لورو لخوا وشي.

فډریکا موګریني پرون د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: له امریکايي چارواکو سره مې د برجام د بشپړې اجرا او هم د ایران د سیمه ایز په تیره بیا د سوریې او یمن د کړکیچونو د هواري په هکله د دغه هیواد د رول په باب خبرې اترې کړې دي.

هغې ټینګار وکړ چې د ایران لخوا د برجام اجرا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس لخوا تاییده شوې ده او ټول لوري په برجام کښې د خپلو کړو ټولو ژمنو په پوره کولو ټینګ دي په تیره بیا د ایران په ایټمي فعالیتونو پورې د اړوندو بندیزونو په ختمولو.

هغې یوځل بیا ټینګار وکړی چې اروپايي اتحادیه د ایران د اسلامي جمهریت له ایټمي موافقې پریکنده ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې امریکا تل په برجام کښې د خپلو کړو ژمنو په پوره کولو کښې لټي او لوظ ماتونه کوي او د دغه هیواد اوسني چارواکي په خپل ګمان برجام د امریکې په تاریخ کښې ترټولو بده موافقه ګڼی.