امریکا دې دایران په ضد له ګوتوهونکو چارو لاس په سر شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48114-امریکا_دې_دایران_په_ضد_له_ګوتوهونکو_چارو_لاس_په_سر_شی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی دایران په ضد دامریکائی حکومت لاس وهونکو څرګندونو اواقداماتو باندې په سختو نیوکو سره ټینګار کړی ، واشنګټن دې له جنګ غواړی سیاسته ، لاسوهنې ، له ایرانه د ویرولو او دترهه ګرۍ پر اصلی ملاتړو د خطرناکو اوبې ګټې وسلو له خرڅولو لاس واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2017 11:09 Asia/Kabul
  • امریکا دې دایران په ضد له ګوتوهونکو چارو لاس په سر شی

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی دایران په ضد دامریکائی حکومت لاس وهونکو څرګندونو اواقداماتو باندې په سختو نیوکو سره ټینګار کړی ، واشنګټن دې له جنګ غواړی سیاسته ، لاسوهنې ، له ایرانه د ویرولو او دترهه ګرۍ پر اصلی ملاتړو د خطرناکو اوبې ګټې وسلو له خرڅولو لاس واخلی .

  هغه زیاته کړې ،   دایران د ولسمشرۍ   دانتخاباتو   له ترسره کیدا   کابو ۴۸ساعته  په  کم وخت کې  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ   دایران په ضد په مداخلت کونکی وینا کې  هڅه کړې ،  یو خل بیا   له ایرانه د ویرولو دپروسې  په پراخولو سره  او د غلیمانه سیاستونو په  دوام کې  دسیمې هیوادونه   دامریکا دلازیاتو وسلو  او تجهیزاتو اخستو ته  وهڅوی .

 بهرام قاسمی  دیمن  وضعیّت  ا و دتکفیری ترهه ګرو ډلو  په وسیله د  سورئې بیخ بینائی تاسیساتو  له مینځه وړلو ته په اشارې سره  روښآنه کړې ،  له بده مرغه  دسیمې ځّینو هیوادونو پرخپل ولسی توان  او  دسیمه ایزو ملګرتیاؤ په ظرفیّتونو  دتکیې په ځای د سترو قدرتونو  په ملاتړونو پورې زړونه  تړلی دی ،دسیمې دحیاتی بیخ بینائیودکمزوری کولو اوله مینځه وړلو  زمینې ئې برابرې کړی دی .

 دایران  دخارجه وزارت ویندوی  زیاته کړې ،ډیره د حیرانتیا خبره ده ، یو هغه هیواد  ایران  په سیمې کې په بې ثباتۍ تورنوی چې پخپله  له کلونو کلونو راهسې  له صهونیسټ رژیمه    په هراړخیزو مالی ،پوځی اواطلاعاتی ملاتړونو سره دفلسطین د مظلوم ملت  په ځپنې کې   شریک دی  او په وروسیتو څو کلونو کې ئې هم  په فارس خلیج سیمې کې دځینو عربی رژیمونو  په وسلو سبنالولو سره  د یمن  دبې دفاع  ولس په عامې وژلې کې   په دغو جنایتونو کې هم ونډه ځان ته بیله کړې ده .امریکا او په سیمې کې ئې ملګری   او لاسپوڅی په دې پوه شی چې  اوس اسلامی ایران  دولسواکه ،باثباته  اوقدرتمند حکومت په توګه  چې له ولسی ملاتړونو برخمن دی ،  په سیمې کې دسولې ،آرامښت ښه ګاونډیتوب  او په نړۍ کې    له تاؤتریخوالی ،ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره دمبارزې  جارچی دی  او د دغو هیوادونو په دړکو او چټی خبرو سره به خپله لاره بدله نه کړی .