ریاض د ترهګرۍ صادرولو مرکز دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48222-ریاض_د_ترهګرۍ_صادرولو_مرکز_دی
د ایران د اسلامي شوار مشر عربستان ته د امریکې د ولسمشر سفر ته په اشارې سره وویل: ریاض د ترهګرۍ د صادرولو مرکز دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2017 16:17 Asia/Kabul
  • ریاض د ترهګرۍ صادرولو مرکز دی

د ایران د اسلامي شوار مشر عربستان ته د امریکې د ولسمشر سفر ته په اشارې سره وویل: ریاض د ترهګرۍ د صادرولو مرکز دی.

علي لاریجاني نن د پارلیمان په ډاګیزه غونډه کښې د ریاض د وروستۍ غونډې په هکله وویل: سعودیان او امریکایان په داسې حال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کوي چې دغو دواړو هیوادونو د تاریخ په اوږدو کښې د ترهګرۍ د ډول ډول بهیرونو په رامینځته کولو کښې ستر رول لوبولی دی.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر د ستمبر د یولسمې د پيښې په هکله د امریکايي چارواکو وروستي رپورټ او په دغه پيښه کښې د سعودي چارواکو رول ته په اشارې سره زیاته کړه: هیڅ شک نشته چې داعش، النصره او په لس هاو نورې ترهګرې ډلې د سعودیانو او د سیمې د ځينو وړو هیوادونو په مرسته جوړې شوې دي او ملاتړ یې کوي.

ښاغلي لاریجاني په دې خبرې سره چې آل سعود رژيم د اسرائیلو خلاف په هیڅ جنګ کښې پيسو لګولو یا سرشیندنې ته غاړه نه ده ایښې، څرګنده کړه: دا د یو اسلامي هیواد لپاره د شرم خبره ده چې په خپله پلازمینه کښې د عرب مقاومت دوه ډلې یعنې (حزب ا...) او (حماس) چې له صهیونیسټي رژيم سره د مبارزې په لاره کښې هلې ځلې کوي، د ترهګرو په توګه وبولي.