ولې ټول له ایرانه ویریږي؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48270-ولې_ټول_له_ایرانه_ویریږي
د پاکستان چاپ (دنیا) ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کښې د (ولې ټول له ایرانه ویره لري؟) تر عنوان لاندې د ایاز امیر په قلم لیکي: زمونږ عرب دوستان د چیک په لیکلو کښې ځانګړی مهارت لري او د ایران له ایټمي موافقې هم ډیر خفه او د ایټمي پروګرام په وجه د ایران له ځانله پاتې کیدو ډیر خوشال وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2017 09:10 Asia/Kabul
  • ولې ټول له ایرانه ویریږي؟

د پاکستان چاپ (دنیا) ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کښې د (ولې ټول له ایرانه ویره لري؟) تر عنوان لاندې د ایاز امیر په قلم لیکي: زمونږ عرب دوستان د چیک په لیکلو کښې ځانګړی مهارت لري او د ایران له ایټمي موافقې هم ډیر خفه او د ایټمي پروګرام په وجه د ایران له ځانله پاتې کیدو ډیر خوشال وو

د پاکستان چاپ (دنیا) ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کښې د (ولې ټول له ایرانه ویره لري؟) تر عنوان لاندې د ایاز امیر په قلم لیکي: زمونږ د ملګرو لپاره چې د حجاز له مقدس ټاټوبي څخه دي یا د (فارس) خلیج د سیمې هیوادونو لپاره داعش یوه مسئله ده خو حقیقي دښمن نه دی. د هغوي حقیقي دښمن چې حتی له نوم څخه یې غوصه کیږي، ایران دی. هغوي ایران په عراق کښې د یو برلاسي قدرت په توګه ویني او ګمان کوي چې ایران په سوریې کښې د بشارالاسد مرسته کوي او په لبنان کښې د حزب ا... او په یمن کښې د حوثیانو ملاتړ کوي او په همدې وجه ایران په سیمه کښې اعتبار او باور ترلاسه کړی دی چې دا چاره زمونږ د عرب دوستانو د اندیښنې سبب ده. آل سعود له باراک اوباما خوشاله نه وو ځکه چې د بشارالاسد خلاف له سختو اقداماتو به یې ډډه کوله. آل سعود غوښتل چې امریکا په سوریې داسې بمباري وکړي لکه څنګه چې انګلستان او فرانسې په لیبیا کښې وکړه.

د مقالې لیکوال لیکي: زمونږ عرب دوستان د چیک په لیکلو کښې ځانګړی مهارت لري او د ایران له ایټمي موافقې هم ډیر خفه او د ایټمي پروګرام په وجه د ایران له ځانله پاتې کیدو ډیر خوشال وو خو د ایټمي موافقې (برجام) په وجه د ایران د ګوښه توب امکان کم شو او له مله یې عرب دوستان خوابدي شول.

ټرمپ به د انتخاباتو د کمیپین د تبلیغاتو په وخه ویل چې آل سعود دې د خپل امنیت لپاره په خپله لاس په کار شي خو د ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته د عربستان دفاع وزیر محمد بن سلمان امریکا ته لاړ او ډیر تود هرکلی یې وشه.

آل سعود چې هر څه غوښتل د ریاض په غونډه کښې یې ترلاسه کړل. ټرمپ ښه په ډاګه په ایران نیوکه وکړه او ویې ویل چې ایران د ترهګرۍ په دودولو سره په سیمه کښې د ناامنۍ د پراخولو په لټه کښې دی او زمونږ عرب ملګرو له دې ښه خبره نه شوه اوریدی او د ایران خلاف د ټرامپ دا څرګندونې یې ډیرې خوښې کړې، البته امریکا هم وتوانیدله چې د ټرمپ د دې څرګندونو په بدل کښې د څو سوه میلیارډه ډالرو تجارت وکړي. کله چې د ۱۱۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو تړون لاسلیک شو نو معلومه شوه چې دغه معامله به د امریکې د وسلو د صنعت لپاره ګټه وره وي.

تر څه مودې مخکښې پورې دغه دواړه هیوادونه (امریکا او عربستان) په خپل مینځي اړیکو کښې له کړکیچ سره مخامخ وو خو اوس دغه کړکیچ ختم شوی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو یو نوی پړاو پیل شو. آیا د آل سعود دوستان به په همدې بسنه وکړي او که له دې زیات به وغواړي؟ سوریه د آل سعود د دوستانو او همداشان د قطر لپاره په یوې لانجمنې مسئلې بدله شوې ده. هغوي غواړي چې بشارالاسد څنګته کړي خو د سوریې ولسمشر د خپلو منتقدانو د توقعاتو په اپوټه ډیر مقاومت او استقامت وښوده. اوس هیڅ کوم عرب ملګری نه پوهیږي چې اسد څرنګه څنګته کړي. له بشارالاسد څخه یوازې ایران ملاتړ نه کوي بلکې روسیه او د لبنان حزب ا... غورځنګ يې هم ملاتړي دي.

دلته دا پوښتنه رامینځته کیږي چې آل سعود ولې له بشارالاسد سره دښمني کوي؟ آل سعود ولې د بشارالاسد خلاف دی؟ آیا وجه یې دا ده چې هغه یو علوي شیعه دی او ایران یې ملاتړ کوي؟ سوریه او عربستان ګډه پوله نه لري او په خپله کښې هیڅ شخړه هم نه لري خو اسد د اسرائیلو خلاف دی او د امریکې ملګری نه دی او له ایران سره اړیکې لري چې دا کار آل سعود نه شي زغملی.

یوه بله پوښتنه هم رامینځته کیدی شي چې که ایران په عراق کښې نفوذ کړی دی نو ذمه وار یې څوک دی؟ صدام حسین یو سني او د ایران ډیر سخت مخالف و او اته کاله د ایران خلاف جنګیدلی و خو په عراق باندې د امریکایانو د حملې له امله په دغه هیواد کښې سني واکمني ختمه شوه او په نتیجه کښې شیعیانو چې په اکثریت کښې وو، قدرت په لاس کښې واخیسته.

ایران نور څه غوښتل؟ په لویدیځ سرحد کښې یې د یو دښمن حکومت پر ځاې، دوست حکومت جوړ شو. یو داسې حکومت چې د اعتقاد له نظره هم د ایران هم مسلکه و.

کوم وخت چې امریکایانو په عراق باندې حمله پلانوله، زمونږ عرب دوستانو چې اوس په عراق کښې د ایران له شتونه خوابدي دي، خوله ګنډلې وه او یو کوچنی اعتراض یې هم ونه کړ او په عراق باندې د امریکې د حملې په نتیجه کښې داعش ډله جوړه شوه. لکه څنګه چې د افغانستان په جهاد کښې القاعده جوړه شوې وه. کله چې داعش د موصل له نیولو وروسته د بغداد په لور حرکت وکړ هغه وخت د سردار سلیماني په مشرۍ د ایران د پاسدارانو د لښکر دستې د عراق د پلازمینې د دفاع لپاره ورسیدلې. عرب هیوادونو په دې کار کښې ډیر وړوکی رول هم ونه لوبوه او ایران د دې وضعیت سبب نه و خو په هوډ او حوصلې سره یې ترې ګټه پورته کړه.

په عراق کښې د داعش د خونړۍ څپې مخه نیونه او په لبنان کښې د حزب ا... او په سوریه کښې د بشارالاسد ملګرتیا څه اسان کار نه و. که ایران نن سبا په سیمه کښې تاثیر لري نو وجه یې دا ده چې ستره سرشیندنه یې کړې ده او وینه یې ورکړې ده او پر دې سربیره ایران د هیڅ قدرت په وړاندې سر نه ټیټوي او په مقابل کښې تاسو نوې اسلامي نړۍ ته وګورئ.

ممکنه ده چې ټرامپ په خپل هیواد کښې د یولړ مسائلو د پیدا کولو سبب ګرځیدلی وي خو په ریاض کښې یې داسې قدرونه او تعریفونه وشول چې ته به واې د اسلام د قلا ساتونکی دی. ایران د ریاض په کانفرنس کښې له شویو څرګندونو څخه د خوابدي کیدو پر ځآې باید خوشال شي چې دومره پاملرنه ورته شوې ده. که څه هم د اسلامي-عربي هیوادونو د ویریدلو مشرانو د غونډې موضوع ترهګري او تندلاریتوب وه خو اصل يموخه یې ایران و.

جنرال قاسم سلیماني په بغداد او دمشق کښې د یو اتل په توګه یادیږي او له بلې خوا د پاکستان د پوځ پخواني قومندان راحیل شریف چې د طالبانو خلاف د جنګ په وجه مشهور شوی و، د یو داسې ائتلاف قومنداني په غاړه اخیستې چې اوس یوازې په کاغذ موجود دی خو که دغه ائتلاف جوړ هم شي نو اصلي هدف به یې له داعش سره مقابله نه بلکې یوازې د سعودي عربستان ساتنه به وي. د داعش خلاف جبهه له سوریې نه تر عراقه پورې پراخه شوې ده. دا همهغه ځاې دی چې د افراطیت خلاف حقیقي جنګ پکښې روان دی. امریکا هم په دغه جنګ کښې یوه عامله ده که څه نه هغه نه پوهیږي چې دا جنګ څنګه ختمیدی شي او څنګه په سوریه کښې امنیت ټينګیدی شي.

د اسلامي-عربي هیوادونو مشران چې د ریاض په غونډه کښې یې ګډون کړی و، په دې جنګ کښې هیڅ رول نه لري. هغوي یوازې د ایران له رهبري روله اندیښمن دي ځکه چې همدغو هیوادونو پر عراق د حملې په وخته یوازې د دغه هیواد د نابودۍ ننداله کوله. کله چې لیبیا نابوده شوه هم دغو هیوادونو هیڅ اعتراض ونه کړ او له ایرانه یوازې په دې وجه کرکه کوي چې د اسد حکومت یې له نسکوریدو وساته.