روحانی: د ایران او ترکیې سیمه ایزې ملکرتیاوې اهمیت لرونکې دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ترکیې له ولسمشر سره په ټېلفونی خبرو اترو کښې د تهران او انقرې سیمه ایزې ملګرتیاوې اهمیت لرونکې وبللې.
ډاکټر حسن روحانی پرون د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له ټیلفونی تماس څخه په قدرونې سره وویل: د تهران او انقرې دوه اړخیزې او د ایران، ترکیې او روسیې درې اړخیزې ملګرتیاوې د سیمه ایزو مسائلو په ډګر منجمله د قزاقستان د آستانې د خبرو اترو په چلند کښې مهمې دی او د سیمې له صلحې او ثبات سره مرسته کولې شی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغه ټیلفونی تماس کښې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د حسن روحانی د بیا کامیابۍ په اړه د مبارکۍ په ویلو سره تاکید وکړ: د ایران او ترکیې تعلقات مخ په پراختیا تعلقات دی او په دوه اړخیزو او سیمه ایزو ډګرونو کښې د دغو تعلقاتو له مخکې نه زیاته مضبوطیه ډېر اهمیت لری.
اردوغان د ایران او ترکیې سیمه ایزو ملګرتیاو ته په اشارې سره زیاته کړه: دواړه هېوادونه د سیمې د ارامښت ، سوکالۍ او قرارۍ لپاره کولې شی د روسیې او حتی د نورو هېوادونو په مشارکت سره د قزاقستان د آستانې د خبرو اترو چلند لا په چټکتیا سره جاری و ساتی. روحانی او اردوغان همدارنګ په دغو ټیلفونی خبرو اترو کښې تاکید وکړ: په تهران کښې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون سره د ایران او ترکیې د لوړې سټراټیجکې شورا د غونډې زر جوړېدنه دوه اړخیزه تعلقات مضبوطولې او د سیمه ایزو ملګرتیاو د زیاتولو لارې پراخولې شی.