داسلامی ایران سپاه پاسدارانو دتوغندیو دتولید دریمه کارخانه هم تاسیس کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48398-داسلامی_ایران_سپاه_پاسدارانو_دتوغندیو_دتولید_دریمه_کارخانه_هم_تاسیس_کړه
داسلامی ایران سپاه پاسدارانو دتوغندیو دتولید دریمه کارخانه هم تاسیس کړه ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا چارو قوماندان سردار امیرعلی حاجی زاده نن په یولړ څرګندونو کې دایران دساتندویه ځواک په وسیله دتوغندیو دتولید ددریمې کارخانې تاسیس ته په اشارې سره وویل ، ایران دبې پیلوټه الوتکو ، راډارونو ، الیکټرانیک جنګی آوزارونو ، او دهوا فضا دفاعی سسټمونو په تولید کې دسیمې دلومړنۍ کرښې هیوادونو برخه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2017 13:57 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران سپاه پاسدارانو دتوغندیو دتولید دریمه کارخانه هم تاسیس  کړه

داسلامی ایران سپاه پاسدارانو دتوغندیو دتولید دریمه کارخانه هم تاسیس کړه ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا چارو قوماندان سردار امیرعلی حاجی زاده نن په یولړ څرګندونو کې دایران دساتندویه ځواک په وسیله دتوغندیو دتولید ددریمې کارخانې تاسیس ته په اشارې سره وویل ، ایران دبې پیلوټه الوتکو ، راډارونو ، الیکټرانیک جنګی آوزارونو ، او دهوا فضا دفاعی سسټمونو په تولید کې دسیمې دلومړنۍ کرښې هیوادونو برخه ده.

سردار حاجی زاده  ویلی دی ،   ایرانی پوهان  له مځکې پر مځکه ویشتونکو توغندیو  په تولید  کې هم بریالی شوی  څو دهغو  له پلانونې رانیولې تر تولید پورې ټوله مرحلې   ایرانیو متخصصانو په لاس   ترسره شی .

  دایران د سپاه پاسدارانو  دهوافضا برخې  قوماندان همداراز  دایران په لوړدفاعی او پوځی قدرت په ټینګار سره  وویل ، دهیواد  امنیتی  اوپوځی ځواک به  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود  ترقوماندې لاندې   او په پرمختللی  دفاعی توان په تکیې سره  هیڅکله  هم اجازت ورنکړی ، دایران په ضد یو قدرت هم کومې پوخی حملې وکړی .