داسلامی ایران سپاه پاسدارانو دتوغندیو دتولید دریمه کارخانه هم تاسیس کړه
داسلامی ایران سپاه پاسدارانو دتوغندیو دتولید دریمه کارخانه هم تاسیس کړه ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا چارو قوماندان سردار امیرعلی حاجی زاده نن په یولړ څرګندونو کې دایران دساتندویه ځواک په وسیله دتوغندیو دتولید ددریمې کارخانې تاسیس ته په اشارې سره وویل ، ایران دبې پیلوټه الوتکو ، راډارونو ، الیکټرانیک جنګی آوزارونو ، او دهوا فضا دفاعی سسټمونو په تولید کې دسیمې دلومړنۍ کرښې هیوادونو برخه ده.
سردار حاجی زاده ویلی دی ، ایرانی پوهان له مځکې پر مځکه ویشتونکو توغندیو په تولید کې هم بریالی شوی څو دهغو له پلانونې رانیولې تر تولید پورې ټوله مرحلې ایرانیو متخصصانو په لاس ترسره شی .
دایران د سپاه پاسدارانو دهوافضا برخې قوماندان همداراز دایران په لوړدفاعی او پوځی قدرت په ټینګار سره وویل ، دهیواد امنیتی اوپوځی ځواک به داسلامی انقلاب دمعظم لارښود ترقوماندې لاندې او په پرمختللی دفاعی توان په تکیې سره هیڅکله هم اجازت ورنکړی ، دایران په ضد یو قدرت هم کومې پوخی حملې وکړی .