د اسلامی ایران ولس د هیچا ګواښونه نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48412-د_اسلامی_ایران_ولس_د_هیچا_ګواښونه_نه_منی
دایران خارجه وزیر همدرااز وویل ، دایران ولس دامنیت دتامینولو ، خپلواکۍ ،پرمختګ او دعلمی اوټیکنالوجیکی پرمتخګ لپاره پرخپلو پوهانو تکیه لری او نورو ته تمه دارې سترګې نه غړوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2017 15:39 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران  ولس د هیچا ګواښونه نه منی

دایران خارجه وزیر همدرااز وویل ، دایران ولس دامنیت دتامینولو ، خپلواکۍ ،پرمختګ او دعلمی اوټیکنالوجیکی پرمتخګ لپاره پرخپلو پوهانو تکیه لری او نورو ته تمه دارې سترګې نه غړوی .

 زمونږخبریال راپورراکړ   دایران د اسلامی  جمهوریت خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  نن په تهران کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې د دې خبرې په کولو سره چې د ایران ملت  یو مقاومت کونکی او تل پاتې  ملت دی  او  دامریکایانو له ګواښونکو دړکو   او تکراری خبرو نه ویریږی ،وویل ، داسلامی  انقلاب دمعظم لارښود په لارښونو اوسپارښتنو سره  دمئ په نولسمه نیټه  دولسمشرۍ  دانتخاباتو په ورځ   په ډګر کې دایران  دملت  ولولناکا وپرتمین شتون  لامل شو ، له ایرانه  د ویرولو  پروسه ، تهمتونه او  د دروغو دوړې  اودړکې   ختم شی .

  جوادظریف  زیاته کړې  دایران ملت دنیا ته وښودله چې باید   له دغه ولس سره  داحترام په ژبې سره  خبرې وکړی  او دګواښ، سپکاوی ا ودړکو  ژبه دې څنګة کړی .

دایران خارجه وزیر  همدرااز وویل ،  دایران ولس  دامنیت دتامینولو ، خپلواکۍ ،پرمختګ او دعلمی اوټیکنالوجیکی  پرمتخګ  لپاره  پرخپلو  پوهانو تکیه لری  او نورو ته تمه دارې سترګې نه غړوی .