د ایران په ضد دډونالډټرمپ دریځونه ستره تیروتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48638-د_ایران_په_ضد_دډونالډټرمپ_دریځونه_ستره_تیروتنه_ده
ایرناخبری آژانس راپورورکړ له ایران سره په تجارتی چارو کې دانګلستان دحکومت ځانګړی استازی ، نورمن لامونټ نن په یولړ څرګندونو کې عربستان او نیواکی فلسطین ته پخپل سفر کې د ایران په ضد دامریکا دولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې او دریځونه په تیروتنو بللو سره روښآنه کړې ، ایران دلویدیځ له خوا له لاښه غبرګون سره ښائی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 28, 2017 13:45 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دډونالډټرمپ دریځونه  ستره  تیروتنه ده

ایرناخبری آژانس راپورورکړ له ایران سره په تجارتی چارو کې دانګلستان دحکومت ځانګړی استازی ، نورمن لامونټ نن په یولړ څرګندونو کې عربستان او نیواکی فلسطین ته پخپل سفر کې د ایران په ضد دامریکا دولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې او دریځونه په تیروتنو بللو سره روښآنه کړې ، ایران دلویدیځ له خوا له لاښه غبرګون سره ښائی .

لارډ لامونټ   ویلی دی ،  ډاکټر حسن روحانی  دایران په  وروستیو انتخاباتو کې  په ډاګه وئیلی دی ، چې  نه یوازې پخپل هیواد کې  دپانګونې غوښتونکی دی ، بلکې  له درستې نړۍ سره  داړیکو  ښه کول هم غواړی .

   هغه ددې خبرې په کولو سره چې  دایرانولسمشر  حتی  له سعودی عربستان سره هم د اړیکو دښه کولو  غوښتونکی دی او وئیلی ئې دی ، چې  د دواړو لورو ترمینځ د تاؤتریخوالی دوام ته اړتیا نه وینی ،  زیاته کړې ،  ډیره دافسوس خبره ده ، چې ډونالډ ټرمپ  سعودی عربستان اواسرائیلو ته پخپل  وروستی سفر کې  دایران داسلامی جمهوریت دولسمشر  څرګندونو ته  هیڅ پام نه دی کړی .

  لامونټ  ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا واقعا  له ایران سره دتعامل یوازینۍ لاره تاؤتریخوالی  دی ، وویل ،  ایران  دمونږله خوا  دلاښه ،مناسب اومثبت  غبرګون   وړ دی . اروپائی، اروپا باید  خپلې ملی ګټې   پخپله تامین کړی او  د نورو په پل دپلۀد کیښودو په ځای  دې  له  نورو هیوادون وسره  ښه تعامل ولری .