د ایران په ضد دډونالډټرمپ دریځونه ستره تیروتنه ده
ایرناخبری آژانس راپورورکړ له ایران سره په تجارتی چارو کې دانګلستان دحکومت ځانګړی استازی ، نورمن لامونټ نن په یولړ څرګندونو کې عربستان او نیواکی فلسطین ته پخپل سفر کې د ایران په ضد دامریکا دولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې او دریځونه په تیروتنو بللو سره روښآنه کړې ، ایران دلویدیځ له خوا له لاښه غبرګون سره ښائی .
لارډ لامونټ ویلی دی ، ډاکټر حسن روحانی دایران په وروستیو انتخاباتو کې په ډاګه وئیلی دی ، چې نه یوازې پخپل هیواد کې دپانګونې غوښتونکی دی ، بلکې له درستې نړۍ سره داړیکو ښه کول هم غواړی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دایرانولسمشر حتی له سعودی عربستان سره هم د اړیکو دښه کولو غوښتونکی دی او وئیلی ئې دی ، چې د دواړو لورو ترمینځ د تاؤتریخوالی دوام ته اړتیا نه وینی ، زیاته کړې ، ډیره دافسوس خبره ده ، چې ډونالډ ټرمپ سعودی عربستان اواسرائیلو ته پخپل وروستی سفر کې دایران داسلامی جمهوریت دولسمشر څرګندونو ته هیڅ پام نه دی کړی .
لامونټ ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا واقعا له ایران سره دتعامل یوازینۍ لاره تاؤتریخوالی دی ، وویل ، ایران دمونږله خوا دلاښه ،مناسب اومثبت غبرګون وړ دی . اروپائی، اروپا باید خپلې ملی ګټې پخپله تامین کړی او د نورو په پل دپلۀد کیښودو په ځای دې له نورو هیوادون وسره ښه تعامل ولری .