دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په وړاندې به مقاومت هماغه راز دوام ومومی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48702-دصهونیسټ_رژیم_دنیواکګرۍ_په_وړاندې_به_مقاومت_هماغه_راز_دوام_ومومی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن د ندبه دیوال په څنډې کې داسرائیلو دکابینې دلومړنۍ غونډې او په دې باب د اسلامی هیوادونودغبرګون لپاره د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دغوښتنې په باب وویل ، دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په وړاندې داسلامی ایران دریځ نه بدلیدونکی دی او ترڅو چې نیواک دوام لری ، مقاومت به هم هماغه راز دوام ومومی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2017 09:49 Asia/Kabul
  • دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په وړاندې به  مقاومت  هماغه راز دوام ومومی

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن د ندبه دیوال په څنډې کې داسرائیلو دکابینې دلومړنۍ غونډې او په دې باب د اسلامی هیوادونودغبرګون لپاره د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دغوښتنې په باب وویل ، دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په وړاندې داسلامی ایران دریځ نه بدلیدونکی دی او ترڅو چې نیواک دوام لری ، مقاومت به هم هماغه راز دوام ومومی .

قاسمی  عربستان ته دامریکا دولسمشر  ډونالډ ټرمپ دسفر او دایران په ضد دچټی تورونو دتکراریدو پهباب  زیاته کړې ، هغه هیواد ته د ټرمپ سفر چې  دترهه ګرۍ اوتاؤتریخوالی د دودیدا اوپنځیدوځای  دی ،له ترهه رۍ سره دمبارزې په باب  دهغه ادعاګانې  باطلوی .

 دایران دخارجه وزارت ویندوی  دامریکا دولسمشر  د څرګندونو  په بې ځایه ،غلطې اوبې ربطه بللو سره  ټینګار کړی ،  له ترهه ګرۍ څخه دملاتړپه  باب  په ایران تورونه  پر نورو تپل او د نه منلو وړ  خبرې دی .

 هغه  دسورئې  دوروستیو بدلونونو  او   داوور بند داجرا  په باب  هم وویل ،  دآستانې دخبرواترو په چوکاټ کې  د ایران ،روسیې اوترکیې درو هیوادونو  خبرې اترې   روانې دی اوکه  لازمې زمینې برابرې شی او ضرورت شی پر اوور بند به ځواکونه  څارنه وکړی ، نو تهران تیار دی  دتفاهم په بڼه کې  سورئې ته ځواک ولیږدوی . دایران خارجه وزارت ویندوی  همدراز دریاض   له وروستۍ غونډې وروسته  دایران په لور د قطر داحتمالی ګرځیدا په باب  هم زیاته کړې،دایران  اسلامی جمهوریت تل  هڅه کړې ده،   له ګاونډیو هیوادونو سره   د دوستۍ اومینې په ژبې سره وغږیږی  او موجود ګډ مشترکات زیات کړی . هغه  ټینګار وکړ ،  په سیمې کې دسترو قدرتونونو سیاستونه  هیڅکله هم په سیمې کې  له دوستۍ  او ورورولۍ سره مرسته   نه کوی او  هغه پیښې چې  په ځینو هیوادونو کې رامینځةکیږی ، دهمدې له امله دی .

دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت  ویندوی دبحرین  ستر مبارز ورحانی شیخ عیسی قاسم  په ضد دآل خلیفه رژیم  د اقداماتو په باب  هم وویل،  د دغه بهیر په دوام سره به ،  د دغه  هیواد وضعیّت بلاخره  هم  آل خلیفه رژیم  تر نسکوریدا  حده بوځی . بهرام قاسمی ټینګار وکړ ،هغه څه چې په بحرین  کې روان دی ، د رټلو  وړ دی  او دبحرین  حکومت ته سپارښتنه کوو له زغمه دې کار واخلی  او دخپلو ښاریزوعقایدوته دې داحترام په سترګه وګوری .