دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په وړاندې به مقاومت هماغه راز دوام ومومی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن د ندبه دیوال په څنډې کې داسرائیلو دکابینې دلومړنۍ غونډې او په دې باب د اسلامی هیوادونودغبرګون لپاره د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دغوښتنې په باب وویل ، دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په وړاندې داسلامی ایران دریځ نه بدلیدونکی دی او ترڅو چې نیواک دوام لری ، مقاومت به هم هماغه راز دوام ومومی .
قاسمی عربستان ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دسفر او دایران په ضد دچټی تورونو دتکراریدو پهباب زیاته کړې ، هغه هیواد ته د ټرمپ سفر چې دترهه ګرۍ اوتاؤتریخوالی د دودیدا اوپنځیدوځای دی ،له ترهه رۍ سره دمبارزې په باب دهغه ادعاګانې باطلوی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی دامریکا دولسمشر د څرګندونو په بې ځایه ،غلطې اوبې ربطه بللو سره ټینګار کړی ، له ترهه ګرۍ څخه دملاتړپه باب په ایران تورونه پر نورو تپل او د نه منلو وړ خبرې دی .
هغه دسورئې دوروستیو بدلونونو او داوور بند داجرا په باب هم وویل ، دآستانې دخبرواترو په چوکاټ کې د ایران ،روسیې اوترکیې درو هیوادونو خبرې اترې روانې دی اوکه لازمې زمینې برابرې شی او ضرورت شی پر اوور بند به ځواکونه څارنه وکړی ، نو تهران تیار دی دتفاهم په بڼه کې سورئې ته ځواک ولیږدوی . دایران خارجه وزارت ویندوی همدراز دریاض له وروستۍ غونډې وروسته دایران په لور د قطر داحتمالی ګرځیدا په باب هم زیاته کړې،دایران اسلامی جمهوریت تل هڅه کړې ده، له ګاونډیو هیوادونو سره د دوستۍ اومینې په ژبې سره وغږیږی او موجود ګډ مشترکات زیات کړی . هغه ټینګار وکړ ، په سیمې کې دسترو قدرتونونو سیاستونه هیڅکله هم په سیمې کې له دوستۍ او ورورولۍ سره مرسته نه کوی او هغه پیښې چې په ځینو هیوادونو کې رامینځةکیږی ، دهمدې له امله دی .
دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی دبحرین ستر مبارز ورحانی شیخ عیسی قاسم په ضد دآل خلیفه رژیم د اقداماتو په باب هم وویل، د دغه بهیر په دوام سره به ، د دغه هیواد وضعیّت بلاخره هم آل خلیفه رژیم تر نسکوریدا حده بوځی . بهرام قاسمی ټینګار وکړ ،هغه څه چې په بحرین کې روان دی ، د رټلو وړ دی او دبحرین حکومت ته سپارښتنه کوو له زغمه دې کار واخلی او دخپلو ښاریزوعقایدوته دې داحترام په سترګه وګوری .