د آل سعود رژيم اقدامات سیمه د ناامنۍ په لور بیايي
د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د مصلحت پيژندنې ټولنې منشي ټینګار وکړ: د آل سعود غیرقانوني اقدامات سیمه ناامنه کوي او پکار دي چې دغه رژيم د سیمې د ولسونو او د عربستان د مسلمانو خلکو د ولسونو د پاڅون په تمه شي.
محسن رضايي نن په انسټاګرام کښې په خپله شخصي پاڼه کښې ولیکل: له ایران سره د دوستۍ په پلمه د قطر په کورنیو چارو کښې د آل سعود دخالت تیري ګري خپل اوج ته رسولې ده.
رضايي زیاته کړه چې عربستان له ایران سره د بحرین او یمن د خلکو د تړاو په ادعا سره په دغو هیوادونو کښې پوځي لاسوهنې ته مخه کړې ده او د قطر د حکومت د خپلواک کړچار او د اخوان المسلمین د ملاتړ په پلمه د قطر په کورنیو چارو کښې مداخله کوي.
هغه څرګنده کړه: په داسې حال کښې چې د اسرائیلو له رژیم سره د هیوادونو دوستي د عربستان لخوا تشویقیږي، له ایران سره دوستي جرم ګڼل کیږي.