د ترهه ګرو حملو زیاتیدا د نړیوالې ټولنې لپاره خبردارې دې
Jun 04, 2017 12:17 Asia/Kabul
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی د لندن د ترهه ګرو حملو په غندلو سره په نړۍ کې د زنجیره ای ترهه ګرو حملو زیاتیدا د نړیوالې ټولنې لپاره خبردارې وباله .
قاسمی زیاته کړه د ترهه ګرۍ د جرړه ویستلو لپاره باید د هغو اصلی مالی او فکری سرچینې ، فکری افزاط پالنه او تاوتریخوالی پالنه له مینځه یوړل شی . ښاغلی قاسمی د لندن حملې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړی ده .
له بلې خوا پاکستان او هند هم د لندن ترهه ګره حمله غندلی او د انګلستان له دولت او خلکو سره خواخوږۍ څرګنده کړی ده .
په لندن کې بیګا په ترهه ګرو حملو کې لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۴۸ هم ژوبل شول .
ټیګونه