په تهران کښې وروستۍ حملې د عربستان د هلوځلو نتیجه ده
د سعودي عربستان غیرمسئولانه، لمسونکي او بدغواړي سیاستونه د ملګرو ملتو د منشور له اهدافو او اصولو سره په څرګند تضاد کښې دي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي څرګنده کړه: د تهران د تیرې چارشنبې ورځې ترهګرې حملې چې له امله یې اولس بیګناه مسلمانان شهیدان او په لس هاو زخمي شول، د داعش او القاعدې د تکفیري آیډیالوجۍ د صادرولو لپاره د عربستان د هلوځلو نتیجه ده.
غلامعلي خوشرو بیګا د ملګرو ملتو سرمنشي او امنیت شورا ته په یو اعتراضي لیک کښې ولیکل: د سعودي عربستان غیرمسئولانه، لمسونکي او بدغواړي سیاستونه د ملګرو ملتو د منشور له اهدافو او اصولو سره په څرګند تضاد کښې دي.
هغه د خپل تیر لیک په یادولو سره چې د عربستان د اقداماتو تشریح پکښې شوې وه، ټینګار وکړ چې د تهران ترهګرې حملې وروسته له دې وشوې چې د عربستان دفاع وزیر د مۍ په دویمه نیټه له ایران سره د خبرواترو په ردولو سره په پوره ګواښ سره ټینګار وکړ: ریاض د ایران د خاورې دننې ته د جنګ د غزولو غوښتونکی دی.
غلامعلي خوشرو د تیرې مۍ میاشتې په څلورمه نیټه د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د محمد بن سلمان غلیمانه څرګندونې د ایران خلاف څرګند ګواښ او د ملګرو ملتو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند خلاف ورزي بللې وه.