د ایران آسمان ایر له بوئینګ څخه دیرش ۷۳۷ الوتکې اخلي
Jun 10, 2017 14:34 Asia/Kabul
د ایران د (آسمان) د هوايي چلند د شرکت او د امریکې د بوئینګ نومې الوتکې جوړونکي شرکت ترمینځ د دیرشو ۷۳۷ ډوله الوتکو د اخیستو تړون په تهران کښې لاسلیک شو.
د ایرنا د خبر له مخې د آسمان ایر شرکت عامل مدیر حسین اعلايي د دغه تړون د لاسلیکیدو ترڅنګ وویل: دا تړون د بوئینګ او آسمان ایر ترمینځ د روان ۲۰۱۷ کال د مارچ د اتلسمې له موافقې وروسته لاسلیک شو او آسمان ایر شرکت په وړومبي پړاو کښې دیرش الوتکې اخلي او د هغو له ترلاسه کولو وروسته به دیرش نورې بوئینګ الوتکې له دغه شرکته وپیري.
ټاکل شوې چې ایران ته د بوئینګ د الوتکو د سپارلو بهیر له ۲۰۲۲ کاله پیل شي.
ټیګونه