شاعران دې د قبیله ایز جاهلیت ترڅنګ د ماډرن جاهلیت د تُورو د ګډا عیبونه په ډاګه کړي
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران او ځینو نورو اسلامي هیوادونو شاعرانو ته په خطاب کښې وفرمایل: د قبیله ایز جاهلیت ترڅنګ د ماډرن جاهلیت د تُورو د ګډا عیبونه په ډاګه کړئ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر بیګا د ایران د یوه ډله فرهنګي کسانو، د فارسي شعر او ادب د استاذانو او همداشان د ځوانو او زړو تجربه کارو شاعرانو او همداشان د هندوستان، افغانستان او ترکیې د یوشمیر شاعرانو په کتنه کښې، شاعرانو ته په مختلفو موضوعاتو د شعر ویلو او همداشان د ننۍ دنیا د عجیبه مسائلو په هکله د هجو او طنز په برخه کښې د شعر ویلو سپارښتنه وکړه.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي وویل: د اسلام قدرمن پیغمبر(ص) په خپلو اصحابو کښې یو شاعر ته امر وکړ چې د مشرکانو په هکله طنزیه شعرونه ووایي او د هغوي عیبونه په ډاګه کړي او نن هم (د قبیله ایز جاهلیت) ترڅنګ (د ماډرن جاهلیت) د تورو ګډا یا د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په کمیشن کښې د سعودي عربستان په شان یو حکومت راتلل هغه مسائل دي چې په جدي توګه د طنزیه شعرونو ځاې لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سوریې او د حرم د مدافعانو پيښې او د عراق مهمې پیښې هم د سل هاو او زرهاو شعرونو جوړولو وړ وبللې او څرګنده یې کړه: زیاتره خلک په دې نه دي خبر چې امریکایانو په عراق کښې کوم هدف درلود او څنګه یې ماتې وخوړله، خو دا چاره ډیره مهمه ده او بیانیدو ته ضرورت لري چې (د صدام عراق) څنګه (د شهید حکیم په عراق) بدل شو؟
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان له اسلامي انقلابه په مخکښې پړاو کښې د شعر زیاتره بهیر (د ملي خبرتیا او بیدارۍ) نه د غیرو مفاهیمو په خدمت کښې وباله او ویې ویل: د هغې زمانې په ادبي چاپیریال کښې زیاتره کسانو چې د تجدد او نوي فکر مدعیان وو، د ایران د پرمختګ او د حقیقي او صحیح تجدد هیڅ خدمت یې نه کوه.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د اسلامي انقلاب بریالیتوب د شعر د یو نوي پړاو پیلیدل او له بصیرته د ډکو او د هیواد د اهدافو په خدمت کښې شعرونو ویلو ته د انګیزه لرونکو ځوانانو او شاعرانو داخلیدل وبلل او زیاته یې کړه: د دا ډول شاعرانو شمیر ورځ په ورځ زیات شو او نن سبا له نیکه مرغه له مذهبي او انقلابي اهدافو سره د سمون خوړونکو شعرونو غلبه ده چې مخ په ودې او ترقۍ روان دي.