داسلامی ایران دملی امنیّت ګواښونکوته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو
زمونږخبریال رآپورراکړ دایران دقضایه قوې مشر آیت ا.. صادق آملی لاریجانی نن په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی دایران دملی امنیت ګواښونکو ته دایران مسئولان او ملت پریکنده اوسخت ځواب ورکړی .
هغه نن دقضایه قوې دلوړوپوړو چارواکو په ټول کې وویل ، اسلامی ایران په سیمې کې دسلطې دنظام او له دغه نظام سره داړونده حکومتونو په وړاندې مقاومت کړی دی او په تهران کې د داعش تکفیری ترهه ګرو په لاس د جون داوه مې نیټې حملې هم دایران دملت دمقاومت او حق غوښتنې په علت وې .
آیت ا... لاریجانی ددې خبرې په کولو سره چې دغه ترهه ګرې حملې به دایران د ملت په ارادې کې هیڅ خنډ رامینځة نه کړی ، وویل ، داسلامی انقلاب دبریالیتوب له پیل راهسې امریکا او مرتجع حکومتونو په کرتو دترهه ګرو ډلو په راپورته کولو او له هغوی څخه په بشپړ ملاتړ سره له ایران سره دمقابلې خوب په سر کې درلود،څو دهغوی دپرمختګ مخنیوی وکړی او دمقاومت په ضد هم خنډونه جوړو کړی ، خو دایران اسلامی جمهوریت دهغوی درستې نقشې اوخوبونه ناکام او شنډ کړی دی . هغه روښآنه کړې ، په سیمې کې داسلامی ایران په قدرت اوولسی مقاومت سره یو داسې مقاومت رامینځة شوی څوپه مقابل کې ئې د ترهه ګرو د ملاتړو میلیارډونو ډالری لګښت هم ، هیڅ نتیجه ورنکړی .