ایران په ایټمي موافقې کلک ولاړ دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په اوسلو کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې فډریکا موګریني په کتنه کښې ټینګار وکړ چې ایران به هیڅکله په یواړخیزه توګه د برجام خلاف ورزي ونه کړي.
د ایرنا د خبریال په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په اوسلو کښې له میرمن موګریني سره په کتنه کښې وویل: د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په اجرا کښې د امریکې د لوظ ماتونې د دوام په بڼه کښې به ایران نوي او متناسب تدابیر غوره کړي.
په دغه کتنه کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فډریکا موګریني هم د برجام د موافقې په اجرا کښې د دغې اتحادیې پر ژمنې او مسئولیت ټینګار وکړ.
طریفینو په یاد ملاقات کښې همداشان د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر پر تبادلې سربیره د قطر او سوریې په شمول د سیمې د ځینو هیوادونو د سیاسي وضعې په هکله هم خبرې وکړې او په سیمه کښې د شخړې د کمي لپاره پر سیاسي خبرواترو یې ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر چې د ناروی د حکومت په رسمي بلنه پرون سهار اوسلو ته تللی، له دې مخکښې یې د ناروی او انډونیشیا له خارجه وزیرانو سره ملاقاتونه کړي دي.