دامریکادخارجه وزیروروستۍڅرګندونې تکراری اوله ملنډوزیاتې څه نه دی
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په یولړ څرګندونو کې د امریکا دخارجه وزیر دوروستیو لاسوهونکو څرګندونو په غبرګون کې وویل ، لالهاندی ،له بې ځایه القاءاتو څخه اغیزمنیدا ، له حقیقته تښته ، دامریکا د نوی حکومت دبهرنی سیاست څرګندې ځانګړنې دی چې وروستۍ مثال ئې دامریکائی چارواکو په څرګندونو کې لیدل کیږی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی ټینګار وکړ بې شکه په اسلامی نظام کې درز او یا دایران د ستر ملت په متحدو لیکو کې داختلاف دالقاء لپاره هڅه یوه ناسنجول شوی او چټی هیله ده چې د تیرو څلورو لسیزو په څیر به بیا هم پوره نشی او دغه هیله به امریکائی استعمار له ځان سره ګور ته یوسی .
قاسمی روښآنه کړې دایران ملت اوحکومت ښودلې ده ، په وحدت ، پوهې ،عقلانیّت اوځیرتیا سره دخپل هیواد ،نظام اوآئیډیالونو دخوندیدتوب لپاره مقاومت کوی او دغه ککړې او ناسنجول شوی او بې اساسه څرګندونې دایران په هوښیار او مقاوم ولس کې هیڅ ځای نه لری او ورځینی کرکه اونفرت کوی .
بهرام قاسمی دامریکا دنوی حکومت واکوالانو ته سپارښتنه وکړه ، دایران دمیړنی اولوی ملت په وړاندې دې بیا بې لارې نه ځی او آزمویل شوی دې څوم ځل لپاره نه آزموئی ،چې دهغوی لپاره به له لا پښمانۍ درندو تاوانونو پرته بله نتیجه ونه لری . دایران خارجه وزارت ویندوی روښآنه کړې دهغوی لپاره یوازینۍ لاره ، دایران اوسیمې له واقعیتوننو سم درک اوفهم او د ګواښونکی ژپې پریښودل او دایرانا ودسیمې دنورو هیوادونوپه داخلی چارو کې دګوتو نه وهل او دایران اوسیمې له بدلونونو سره حقیقت پال ،منطقی او هوښیار چلند وکړی او دنورو حقوقو ته د احترام په سترګه وګوری او پر حقیقتونو دې سترګې نه پټوی .
دامریکا خارجه وزیر رکس ټیلرسن پرون په یولړ څرګندونوکې ادعا کړې په سیمې کې دایران فعالیتونه بې ثباته کونکی دی .