ایران د سوریې حکومت پر داعش له خپلې حملې خبر کړی و
Jun 19, 2017 09:12 Asia/Kabul
له داعش ترهګرې، تکفیري او وهابي ډلې سره په مبارزه کښې د ایران وروستۍ اقدام د دمشق حکومت په خبرتیا سره شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په سوریه کښې د ترهګرو پر سنګرونو د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر توغندوي حملې ته په اشارې سره وویل: له داعش ترهګرې، تکفیري او وهابي ډلې سره په مبارزه کښې د ایران وروستۍ اقدام د دمشق حکومت په خبرتیا سره شوی دی.
بهرام قاسمي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ یو قرباني هیواد دی، څرګنده کړه: تهران له ترهګرو، تکفیري او وهابي ډلو سره په بې امانه مقابله کښې د خپل اصولي، ثابت او نه بدلیدونکي په لړ کښې او د سوریې د قانوني حکومت په خبرولو سره په دیرالزور کښې د ترهګرو ډلو او د هغوي مرکزي اډې ته سخت ګوذار ورکړ.
ټیګونه