له اسلامی ایرانه دفاع به نوره جغرافیائی پولو ته محدوده نه شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50366-له_اسلامی_ایرانه_دفاع_به_نوره_جغرافیائی_پولو_ته_محدوده_نه_شی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دپوځ دعمومی قوماندان جانشین سردار تورن جنرال احمد رضا پوردستان د سورئې په دیرالزور ولایت کې د داعش ترهه ګرې ډلې پر مرکز داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دبیګانۍ توغندوی حملې په باب په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ، له ایرانه دفاع به نوره دهیوادجغرفیائی پولو ته محدوده نشی اوهرچرته چې ګواښ وی ، دایران امنیتی او پوځی ځواک به په ډګر کې شتون ولری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 19, 2017 14:06 Asia/Kabul
  • له اسلامی ایرانه دفاع به نوره جغرافیائی پولو ته محدوده  نه شی

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دپوځ دعمومی قوماندان جانشین سردار تورن جنرال احمد رضا پوردستان د سورئې په دیرالزور ولایت کې د داعش ترهه ګرې ډلې پر مرکز داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دبیګانۍ توغندوی حملې په باب په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ، له ایرانه دفاع به نوره دهیوادجغرفیائی پولو ته محدوده نشی اوهرچرته چې ګواښ وی ، دایران امنیتی او پوځی ځواک به په ډګر کې شتون ولری .

  هغه ټینګار کړی  نړیوال دې پوه شی  دایران پوځی ځواک دخپلوآئیډیالونو اوارزښتونو د دفاع لپاره تیار دی او ګواښونو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

په تهران  کې دجون په  اوه نیټه په ترهه ګرو جنایتونو پسې  چې   اتلس کسان  پکې شهیدان او  یوشمیر  نور روژتیان پکې ټپیان شوی ،  دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  توغندوی یونټونو  بیګا یولس بجې   د سورئې په ختیځ کې  په دیرالزور سیمې کې  د تکفیری ترهه ګرو دکاربم   جوړونې   دورکشاب  او  داکمالاتی مرکز  او دغونیدو قوماندې  په مرکزی ودانۍ  له مځکې په  مځکه ویشتونکی  شپږ توغندی ویشتی  چې ویل کیږی زیاتې مرګ ژوبلې اونور تاوانونه ئې وراړولی دی .