ایران او تیونس د خپل مینځیو اړیکو پراختیا غواړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا د تیونس له ولسمشر او خارجه وزیر سره جلاجلا ملاقاتونه وکړل.
محمد جواد ظریف د تیونس له ولسمشر قائد باجي السبسي سره له کتنې وروسته په خبري ناسته کښې وویل چې دواړو لورو په دغه کتنه کښې په مختلفو برخو کښې د ایران او تیونس د ملګرتیاو د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: په دې کتنه کښې همداشان د سیمه ایزو موضوعاتو او د یمن او سوریې په شمول په سیمه کښې د کړکیچونو او د هغو ستونزو د ختمولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو د ضرورت په هکله خبرې اترې وشوې چې په دې وروستیو کښې د فارس خلیج د سویلي څنډې د عرب هیوادونو ترمینځ رامینځته شوې دي.
ښاغلي ظریف د تیونس له ولسمشر سره له کتنې وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر خمیس الجهیناوي سره هم وکتل.
د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر شمالي افریقې ته د خپل سیمه ایز سفر په وروستي پړاو کښې بیګا تیونس ته تللی و.