ایران او تیونس د خپل مینځیو اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50398-ایران_او_تیونس_د_خپل_مینځیو_اړیکو_پراختیا_غواړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا د تیونس له ولسمشر او خارجه وزیر سره جلاجلا ملاقاتونه وکړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2017 02:54 Asia/Kabul
  • ایران او تیونس د خپل مینځیو اړیکو پراختیا غواړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا د تیونس له ولسمشر او خارجه وزیر سره جلاجلا ملاقاتونه وکړل.

محمد جواد ظریف د تیونس له ولسمشر قائد باجي السبسي سره له کتنې وروسته په خبري ناسته کښې وویل چې دواړو لورو په دغه کتنه کښې په مختلفو برخو کښې د ایران او تیونس د ملګرتیاو د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: په دې کتنه کښې همداشان د سیمه ایزو موضوعاتو او د یمن او سوریې په شمول په سیمه کښې د کړکیچونو او د هغو ستونزو د ختمولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو د ضرورت په هکله خبرې اترې وشوې چې په دې وروستیو کښې د فارس خلیج د سویلي څنډې د عرب هیوادونو ترمینځ رامینځته شوې دي.

ښاغلي ظریف د تیونس له ولسمشر سره له کتنې وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر خمیس الجهیناوي سره هم وکتل.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر شمالي افریقې ته د خپل سیمه ایز سفر په وروستي پړاو کښې بیګا تیونس ته تللی و.