دایران په حملې کښې ۱۷۰ ټروریسټان هلاک شوی
-
دایران سپاه پاسداران ځواک به ددښمانانو له ګواښونو سره په مقابلې کښې به یوه(۱) شیبه سستي ونکړي
زمونږخبریال وایی دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک وویل په سوریې کښې دترهګرو په مرکزونو ددوې په توغندوی حملې کښې د داعش ترهګرې ډلې دڅو قوماندانانو او مهمو مشرانو په شمول څه دپاسه یوسل اویا(۱۷۰) تکفیری ټروریسټان هلاک شوی وو .
د ایران سپاه پاسداران ځواک دسوریې په دیرالزور سیمه کښې دتکفیری ترهګرو پرضد د توغندوی حملې د جزیاتو په بیانولو سره وویل په دغه حملې کښې چې په تیرې یکشنبې شپې له ځمکې څخه ځمکې ته په شپږو(۶) ویشتونکو مینځ واټنه توغندیو سره دسوریې په دیر الزور سیمه کښې په ګوته شویو هدفونو وشوه په ۱۷۰ ټروریسټانو وژل کیدا سربیره یو شمیر نور ترهګر ژوبل هم شول او دهغوې تجهیزاتو، وسلو او سیسټمونو ته سخت تاوانونه هم ورسیدل .
دایران سپاه پاسداران ځواک ډاډ څرګند کړ دهیواد دملی امنیت او اقتدار په ساتلو او ددښمانانو له ګواښونو سره په مقابلې کښې به یوه(۱) شیبه سستی ونکړی او بد غواړی به په سخت ډول سزا کړی .