د امریکا سټراټیجۍ د ایران سیمه ایز رول ګواښ ښودل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50770-د_امریکا_سټراټیجۍ_د_ایران_سیمه_ایز_رول_ګواښ_ښودل
د امریکا د سی ای اي مشر مایک پومپیو ویلی دی د امریکا ملی امنیت د ایران په وسیله ګواښل کیږی . اسوشیټیډ پریس د خالی په ورځ له واشنګټن په یوه خبر کې د دغو ادعایی څرګندونو په انعکاس سره زیاته کړه پومپیو همداراز ایران په نړۍ کې د ترهه ګرۍ د ستر ملاتړی په توګه معرفی کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2017 09:51 Asia/Kabul
  • د امریکا سټراټیجۍ د ایران سیمه ایز رول ګواښ ښودل

د امریکا د سی ای اي مشر مایک پومپیو ویلی دی د امریکا ملی امنیت د ایران په وسیله ګواښل کیږی . اسوشیټیډ پریس د خالی په ورځ له واشنګټن په یوه خبر کې د دغو ادعایی څرګندونو په انعکاس سره زیاته کړه پومپیو همداراز ایران په نړۍ کې د ترهه ګرۍ د ستر ملاتړی په توګه معرفی کړ .

امریکا د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې له ایران سره هیڅ مشکل نه درلود ، ځکه چی ایران په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکی ژورتیا یوه برخه بلل کیده ، خو په ایران کې د اسلامی انقلاب بریالیتوب د امریکا سیمه ایز معادلات او اندازې ګډې وډې کړې .

امریکایی چارواکی اوس د ټرمپ په کابینه کې د افراط پالو سیاستوالانو په راتلو سره  هڅه کوی چی په سیمه کې د نویو سیاسی جوړښتونو د بڼه غوره کولو خنډ شی او یا دا چی لږ تر لږه  په سیمه کې د قدرت د انډول هر ډول بدلون د امریکا د معادلې په اساس وی .

دغه بهیر د ایران پرضد د ایتلاف جوړونې په چوکاټ کې له عربستان د ټرمپ د تیرې میاشتې  په کتنې پسې بڼه غوره کړه . دغه سټراټیجۍ  په ښکاره د امریکا او عربستان په پوځی هژمونۍ په تکیې سره  د سیمه ایز قدرت  له موازنې د نوی جوړښت په رامینځته کولو پسې ده . د ریاض چارواکو اوس د رول لوبولو دایره پراخه کړی ده  او تازه حرکت یې د نایف په ځای د محمد بن سلمان د ولی عهد په توګه  ټاکل دی ، خو دا لوبه تراوسه نده ختمه شوی  . له قطر سره د عربستان اختلاف  ، د فارس خلیج د ملګرتیا شورا ترمینځ څو غږونه او دګواښونو په لیری کولو کې د ایران اقتدار  د امریکا او عربستان لپاره جدی او چیلنج راپارونکی موضوګانې حسابیږی .

د اسیا لویدیځ په وروستیو لسیزو کې مهم بدلونونه درلودلی دی په داسې حال کې چی د دغو بدلونونو اصلی هدف ایران پرضد امریکا ګواښ جوړونه ده . په دې اساس په سیمه کې په روانو بدلونونو کې د عربستان ، امریکا او صیهونیسټ رژیم ترمینځ  یو ډول ملګرتیا او د کار ویشل کیدا تر سترګو کیږی . عربستان له امریکا په وروستیو کې د ۱۱۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د تړون په لاسلیک کولو سره هڅه وکړه چی د ایران دفاعی قدرت له چیلنج سره مخامخ کړی . څه موده مخکې یوه سیعودی شناندی یوه ادعا مطرح کړه چی پکې وویل شول عربستان له ۴ تر ۶ ساعتونو پورې د ایران اسمان تسخیرولې شی . د امریکا پخوانی خارجه وزیر کالین پاول  په سی این این چینل کې  په یو لړ څرګندونو په دې هکله دغه ډول غبرګون وښوده ،

د تا خبرې زیاتره د خنده  وړاو د ملنډې اړخ لری ، که ایران نیغ په نیغه تاسو (عربستان ) سره جنګ ته ورودانګی تاسو به اصلا فرصت پیدا نکړو چی ټیلی فون اوچت کړو  او له مونږه د مرستې غوښتنه وکړو . بهتره ده چی لږ حقیقت وګورئ او ایران له یمن  او یا هیڅ بل هیواد سره پرتله نکړئ حتی مونږه هم تراوسه داسې ادعا نده کړی . ،،

په عین حال کې د ټرمپ په پړاو کې صیهونیست رژیم د اسلامی مقاومت د جبهې د کمزوری کولو پروژه تعقیبوی او امریکا هم د دغه پلان شوی بهیر د فکر کوټې هدایتول پر غاړه لری .

پهخ دې لړ کې د مایک پومپیو ، ریک ټیلرسن او جیمز ماتیس په شان سیاستوالان په دغه ایدیا پسې دی چی په سیمه کې د ایران له رول د ګواښ په ښودلو سره  دغه چیلنج په یوه کړکیچ بدل کړی .