د امریکا سټراټیجۍ د ایران سیمه ایز رول ګواښ ښودل
د امریکا د سی ای اي مشر مایک پومپیو ویلی دی د امریکا ملی امنیت د ایران په وسیله ګواښل کیږی . اسوشیټیډ پریس د خالی په ورځ له واشنګټن په یوه خبر کې د دغو ادعایی څرګندونو په انعکاس سره زیاته کړه پومپیو همداراز ایران په نړۍ کې د ترهه ګرۍ د ستر ملاتړی په توګه معرفی کړ .
امریکا د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې له ایران سره هیڅ مشکل نه درلود ، ځکه چی ایران په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکی ژورتیا یوه برخه بلل کیده ، خو په ایران کې د اسلامی انقلاب بریالیتوب د امریکا سیمه ایز معادلات او اندازې ګډې وډې کړې .
امریکایی چارواکی اوس د ټرمپ په کابینه کې د افراط پالو سیاستوالانو په راتلو سره هڅه کوی چی په سیمه کې د نویو سیاسی جوړښتونو د بڼه غوره کولو خنډ شی او یا دا چی لږ تر لږه په سیمه کې د قدرت د انډول هر ډول بدلون د امریکا د معادلې په اساس وی .
دغه بهیر د ایران پرضد د ایتلاف جوړونې په چوکاټ کې له عربستان د ټرمپ د تیرې میاشتې په کتنې پسې بڼه غوره کړه . دغه سټراټیجۍ په ښکاره د امریکا او عربستان په پوځی هژمونۍ په تکیې سره د سیمه ایز قدرت له موازنې د نوی جوړښت په رامینځته کولو پسې ده . د ریاض چارواکو اوس د رول لوبولو دایره پراخه کړی ده او تازه حرکت یې د نایف په ځای د محمد بن سلمان د ولی عهد په توګه ټاکل دی ، خو دا لوبه تراوسه نده ختمه شوی . له قطر سره د عربستان اختلاف ، د فارس خلیج د ملګرتیا شورا ترمینځ څو غږونه او دګواښونو په لیری کولو کې د ایران اقتدار د امریکا او عربستان لپاره جدی او چیلنج راپارونکی موضوګانې حسابیږی .
د اسیا لویدیځ په وروستیو لسیزو کې مهم بدلونونه درلودلی دی په داسې حال کې چی د دغو بدلونونو اصلی هدف ایران پرضد امریکا ګواښ جوړونه ده . په دې اساس په سیمه کې په روانو بدلونونو کې د عربستان ، امریکا او صیهونیسټ رژیم ترمینځ یو ډول ملګرتیا او د کار ویشل کیدا تر سترګو کیږی . عربستان له امریکا په وروستیو کې د ۱۱۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د تړون په لاسلیک کولو سره هڅه وکړه چی د ایران دفاعی قدرت له چیلنج سره مخامخ کړی . څه موده مخکې یوه سیعودی شناندی یوه ادعا مطرح کړه چی پکې وویل شول عربستان له ۴ تر ۶ ساعتونو پورې د ایران اسمان تسخیرولې شی . د امریکا پخوانی خارجه وزیر کالین پاول په سی این این چینل کې په یو لړ څرګندونو په دې هکله دغه ډول غبرګون وښوده ،
د تا خبرې زیاتره د خنده وړاو د ملنډې اړخ لری ، که ایران نیغ په نیغه تاسو (عربستان ) سره جنګ ته ورودانګی تاسو به اصلا فرصت پیدا نکړو چی ټیلی فون اوچت کړو او له مونږه د مرستې غوښتنه وکړو . بهتره ده چی لږ حقیقت وګورئ او ایران له یمن او یا هیڅ بل هیواد سره پرتله نکړئ حتی مونږه هم تراوسه داسې ادعا نده کړی . ،،
په عین حال کې د ټرمپ په پړاو کې صیهونیست رژیم د اسلامی مقاومت د جبهې د کمزوری کولو پروژه تعقیبوی او امریکا هم د دغه پلان شوی بهیر د فکر کوټې هدایتول پر غاړه لری .
پهخ دې لړ کې د مایک پومپیو ، ریک ټیلرسن او جیمز ماتیس په شان سیاستوالان په دغه ایدیا پسې دی چی په سیمه کې د ایران له رول د ګواښ په ښودلو سره دغه چیلنج په یوه کړکیچ بدل کړی .