د بې بنسټه بیانیو صادرول د اروپايي پارلیمان موقعیت زیانمنوي
د ایران د خارجه وزارت ویاند په ایران کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله د اروپايي پارلیمان د ځینو استازو د خبرپاڼې په غبرګون کښې وویل: د بې بنیاده او بې اعتباره بیانیو صادرول د اروپايي پارلیمان موقعیت او منزلت خرابوي.
بهرام قاسمي نن څرګنده کړه: د اروپا د پارلیمان یولږ شمیر استازو له ځینو مخالفو ډلو او د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ سره په تړاو مشهور دي، هڅه وکړه چې له خپل موقعیته په ناوړې استفادې سره په ایران کښې د بشري حقوقو د وضعیت په هکله غیرحقیقي ادعاوې مطرح کړي.
قاسمي ټینګار وکړ چې ایران د دا ډول رواني او تبلیغاتي چلولونو په غندلو سره له نشه ایزو موادو او ترهګرۍ، انساني قاچاق او پلان شویو جنایتونو سره د مقابلې په شمول د طرفینو د علاقې وړ ټولو زمینو کښې له اروپايي اتحادیې سره د متقابل احترام په بنیاد باندې پر ولاړ رغنده تعامل باور لري.
هغه همداشان د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره د مبارزې لپاره د ایران پر هوډ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د ترهګرو، ناامنۍ او بې ثباتۍ د جرړو د ایستلو په لړ کښې هیڅډول شک ځانته نه پریږدي او په پوره توان سره به له دې بدې او کرکجنې بلا سره مبارزه وکړي.