په سوریه کښې د امریکې کارونه له اور سره لوبې دي
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په سوریې کښې د امریکې بې عقلانه او بلاغواړي کړچارونه له اور سره د لوبو څرګند مصداق وباله.
علي شمخاني نن د سوریې خلاف د امریکې د وروستیو ګواښونو په غبرګون کښې چې د دمشق لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو د نیت په پلمه مطرح شوي دي ټینګار وکړ: د سوریې خلاف د چټي ادعاو یوځل بیا مطرح کول د ترهګرۍ د جبهې په پرله پسې ماتو باندې د برغولي ایښودو لپاره د امریکې د ډرامې دوام او د سوریې د پوځ له ټاکونکو پرمختګونو سره مقابله ده.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي پر سوریې د امریکې د غیرقانوني تیري او له کیمیاوي وسلو د سوریې د استفادې په پلمه د حمص ولایت د الشعیرات هوايي اډې د هدف ګرځولو په یادولو سره زیاته کړه: ایران او روسیې له دغې پيښې وروسته د امریکې لخوا د مطرح شویو ادعاو د څیړنې لپاره په رسمي توګه د یو نړیوال حقیقت لټونکي پلاوي د لیږلو غوښتنه وکړه خو واشنګټن د سوریې خلاف د مطرح کړو تورونو د دروغو د ایشوا کیدو د مخنیوي لپاره د دغه کار مخه ونیوله.