درسته نړۍ وائی ایران ژمن هیواد دی ،خو امریکائې نه منی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دایران په ضد په ملګروملتو کې د امریکا ددایمی استازې نیکی هیلی پرونیو تپونکو څرګندونو په ځواب کې روښانه کړې ، واشنګټن دهغه سسټماټیک شوی نفرت په دلیل چې له ایرانه ئې لری مجبوردی دحقیقت انکار وکړی .
په ملګروملتو کې دامریکا استازې پرون دامنیت شورا په توجیهی غونډې کې په یولړ لاسوهونکو څرګندونو کې د واشنګټن پر سیمه ایزو ماتو دبرغولی دکیښودلو لپاره دایران دسیمه ایز رول په باب چټی تورونه مطرح کړل په مقابل کې ، دجرمنی ،اروپائی اتحادئې او د امنیت شورا زیات شمیر غړو چې په دغې غونډې کې موجود وو ، دجامعې ایټمی موافقې په اساس خپلو ژمنو ته دایران پابندی ئې وستایله او له جامعې ایټمی موافقې ئې دنړیوالې ټولنې دملاتړ پر دوام ټینګار وکړ .
دایران خارجه وزیر همداراز په ټولنیز چینل کې په یوه بل یاددښت کې درو اروپائی هیوادونو جرمنی ،ایټالیا اوفرانسې ته دخپل سفرپه باب لیکلی دی ، په برلین ،روم او پاریس کې د دغو درو اروپائی هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته ډیر ښه ؤ او دامریکا له غلیمانه خوی اوکړنو سره سره اروپائی اتحادیه برجام او له تهران سره رغنده تعامل ته پابنده ده .
دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوترس پرون په یوه راپور کې چې د جامعې ایټمی موافقې داجرا دبهیر په باب ئې امنتی شورا ته وړاندې کړ ، ټینګار کړی ، د دغې ایټمی موافقې له اجرا وخت راهسې تراوسه پورې د ۲۲۳۱پریکړه لیک سره په تضاد کې ایران ته د ایټمی شیانو دتامین،انتقال ،خرڅلاؤ یا صادراتو یا دټیکنالوجۍ ،تجهیزاتو ، موادو او دوه ګوڼه کارندوالی په باب هیڅ راپور نه دی ترلاسه شوی .
دایټمی انرۍ دنړیوال آژانس راپور هم د جامعې ایټمی موافقې په وړاندې خپلو ایټمی ژمنو ته دایران بشپړ ژمنتیا تائید کړې ده .