درسته نړۍ وائی ایران ژمن هیواد دی ،خو امریکائې نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i51088-درسته_نړۍ_وائی_ایران_ژمن_هیواد_دی_خو_امریکائې_نه_منی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دایران په ضد په ملګروملتو کې د امریکا ددایمی استازې نیکی هیلی پرونیو تپونکو څرګندونو په ځواب کې روښانه کړې ، واشنګټن دهغه سسټماټیک شوی نفرت په دلیل چې له ایرانه ئې لری مجبوردی دحقیقت انکار وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 01, 2017 00:24 Asia/Kabul
  • درسته نړۍ وائی ایران ژمن هیواد دی ،خو امریکائې نه منی

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دایران په ضد په ملګروملتو کې د امریکا ددایمی استازې نیکی هیلی پرونیو تپونکو څرګندونو په ځواب کې روښانه کړې ، واشنګټن دهغه سسټماټیک شوی نفرت په دلیل چې له ایرانه ئې لری مجبوردی دحقیقت انکار وکړی .

په ملګروملتو کې دامریکا استازې  پرون   دامنیت شورا  په توجیهی غونډې کې په یولړ لاسوهونکو څرګندونو کې  د واشنګټن   پر سیمه ایزو ماتو دبرغولی دکیښودلو لپاره  دایران دسیمه ایز رول  په باب چټی تورونه مطرح کړل  په مقابل کې  ، دجرمنی ،اروپائی  اتحادئې  او د امنیت شورا  زیات شمیر غړو چې په دغې غونډې کې موجود وو ،  دجامعې ایټمی موافقې   په اساس  خپلو ژمنو ته  دایران پابندی ئې  وستایله او  له جامعې ایټمی موافقې ئې دنړیوالې ټولنې دملاتړ پر دوام ټینګار وکړ .

 دایران خارجه وزیر همداراز په  ټولنیز چینل  کې  په یوه بل یاددښت کې  درو اروپائی هیوادونو جرمنی ،ایټالیا اوفرانسې ته  دخپل سفرپه باب لیکلی دی ،  په برلین ،روم او  پاریس کې  د  دغو درو اروپائی هیوادونو له لوړپوړو  چارواکو سره لیده کاته  ډیر ښه ؤ او  دامریکا له   غلیمانه خوی اوکړنو سره سره  اروپائی اتحادیه  برجام  او له تهران سره  رغنده تعامل ته پابنده ده .

دملګروملتو  سرمنشی آنتونیو ګوترس  پرون په یوه راپور کې چې  د جامعې ایټمی موافقې داجرا  دبهیر په باب ئې امنتی شورا ته وړاندې کړ ،  ټینګار کړی ، د دغې ایټمی موافقې له اجرا وخت راهسې  تراوسه پورې   د ۲۲۳۱پریکړه لیک  سره په تضاد کې      ایران ته د ایټمی شیانو  دتامین،انتقال ،خرڅلاؤ یا صادراتو   یا  دټیکنالوجۍ ،تجهیزاتو ، موادو او دوه ګوڼه کارندوالی  په باب هیڅ راپور نه دی  ترلاسه شوی .

  دایټمی انرۍ  دنړیوال آژانس  راپور  هم  د جامعې ایټمی موافقې په وړاندې  خپلو ایټمی ژمنو ته دایران  بشپړ  ژمنتیا تائید کړې ده .