جنرل صفوی: په فارس خلیج سیمه کښې د نوې فتنې امکان شته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i51276-جنرل_صفوی_په_فارس_خلیج_سیمه_کښې_د_نوې_فتنې_امکان_شته
د ټولو قواو د معظم قوماندان لوړرتبه مرستیال او سلاکار وویل: په عراق او سوریې کښې د امریکې، سعودی او صهیونېسټانو له ماتو وروسته د همدغه ائتلاف لخوا په فارس خلیج سیمه کښې د نوې فتنې د رامنځته کېدو احتمال موجود دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2017 12:00 Asia/Kabul
  • جنرل صفوی: په فارس خلیج سیمه کښې د نوې فتنې امکان شته

د ټولو قواو د معظم قوماندان لوړرتبه مرستیال او سلاکار وویل: په عراق او سوریې کښې د امریکې، سعودی او صهیونېسټانو له ماتو وروسته د همدغه ائتلاف لخوا په فارس خلیج سیمه کښې د نوې فتنې د رامنځته کېدو احتمال موجود دے.

د سپاه نیوز د رپوټ له مخې جنرل سید یحیی صفوی د موصل په بیا نیولو کښې کامیابۍ ته د عراق رسېدو ته په اشارې سره وویل: د داعش ترهه ګرې ډلې ماتې په  حقیقت کښې په سیمه کښې د امریکې، سعودی، ترکیې،اردن، قطر او صهیونېسټانو ماتې ده.

جنرل صفوی په عراق کښې ناامنۍ دوامدارې وبللې او وې ویل: په عراق کښې د داعش له ماتې وروسته به امریکایان دغه هېواد پرې نږدی.

هغه دا خبره څرګنده کړه چې د عراق او سوریې په مسائلو کښې د امریکې،سعودی، ترکیې ‎، اردن او قطر د ائتلاف ماتې او د یمن په جنګ کښې د سعودیانو ماتې د دې سبب شوه چې سعودی د خپلو ماتو د تلافۍ لپاره د امریکې، برطانیې او صهیونېسټانو په ملاتړ سره د تش په نامه عربی نېټو د جوړولو په لټه کښې دے.

د ټولو قواو د معظم قوماندان عالی مرستیال او سلاکار همدارنګ د ایران له لویدیځ نه د افریقې تر شمال پورې د جیوپلېټکی سیمې په تشریح کولو سره وویل: دغه جیوپلېټکه سیمه د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره یوه مهمه او سټراټیجکه سیمه ده او  عراق ته د صادراتو د زیاتولو ترڅنګه د عراق  او سوریې له لارې مدیترانه ته  د رېلوې پټلۍ پراختیا، سیاسی نفوذ، او تېلو او ګېسو انتفال د شل میلیارډ ډالرو فرصوتونه د ایران مخې ته دی.