ایران د سوریې د پلازمینې ترهګره چاودنه وغندله
Jul 04, 2017 03:24 Asia/Kabul
د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان هیله وښودله چې سیمه په تیره بیا سوریه او عراق ډیر زر د ترهګرۍ زوال وویني.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په دمشق کښې د وړمې ورځې ترهګر اقدام وغنده او د دغه هیواد له ولس او دولت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
بهرام قاسمي بیګا وویل: هرکله چې تکفیري ترهګر په کمزوري دریځ کښې ګیریږي، په سوریه کښې دغه شان ړانده ترهګره انتقامونه لیدل کیږي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان هیله وښودله چې سیمه په تیره بیا سوریه او عراق ډیر زر د ترهګرۍ زوال وویني.
یاده دې وي چې د سوریې د پلازمینې دمشق ښار په التحریر چوک کښې وړمه ورځ په یوه ترهګره چاودنه کښې لږترلږه اتلس تنه وژل شوي او له شلو زیات زخمي شوي وو.
ټیګونه