اسلامی ایران د فلسطین هراړخیز ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوی
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان سردار تورن جنرال قاسم سلیمانی نن دایران په جنوب ختیځ کې دکرمان ولایت دسپیڅلی دفاع د مبارزانو اومخکښانو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئیل یو شمیر کسانو هڅه کړې ،دایران له لاسه دفلسطین بیرغ واخلی ،خو باید په نظر کې دې ولری چې کوم یو عربی هیواد دا طاقت لری چې له فلسطینه ملاتړ وکړی .
سردار سلیمانی هغې مذهبی فتنې ته په اشارې سره چې تکفیریانو په سیمې کې رامینځةکړې ده ، زیاته کړې ، دتکفیری ترهه ګرو اود هغو د ملاتړو موخه دا وه چې ایران په دغو دسیسو سره غافلګیر کړی او د دغې مذهبی فتنې په وړاندې په ګونډو شی ، حال دا چې د داعشی فتنې له رامینځةکیدا او دهغوپه پای کې د ایران داسلامی جمهوریت عزت اوقدرت څو چنده زیات شوی دی .
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې دښمن دایران دقدرت په زیاتیدو اعتراف کوی ټینګار وکړ ، له عراق اوسورئې دفاع لامل شوې ، ایران دنړۍ په خورا غوره هیوادونو او دایران ولس هم د نړۍ یو غوره ولس شی .
هغه همداراز له جاهل او نادان رهبر سره د یوه جامع او حکیم رهبر توپیرونو ته په اشارې سره ووئیل ؛ که یو هیوادزیات تیل ولری ،خو یو عقل سلیم ونه لری ، نو له یمن سره د جنګ په څیر لیوانی کارونه ترسره کیږی او پخپله دغه جاهل کسان د دغه اوور د لمبو په خاموشولو کې بې وسه شوی دی .