دداعشیانوپرمرکز دسپاه پاسدارانوتوغندوی بریدپه موقعې اوبریالی اقدام دی
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی دایران داسلامی شورا غړو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دسیمې دناکراره کولو لپاره دنړۍ دسولې اوآرامښت پر ساتلو په ټینګار او دامریکا او دهغې دمتحدانو د خوځښتونو په محکومولو سره دترهه ګرو نیغ په نیغه ملاتړ و ته سخت خبرداری ورکړ .
په دغې اعلامیې کې همداراز داسلامی ایران پر ټولو مسئولانو غږ شوی دی ، چې دایران دملت په ضد دې ددښمنانو دسیسې شنډې کړی.
دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دجون په اتلسمه نیټه په سورئې کې دتکفیری ترهه ګرو دتنبیه او سزاکولو په موخې سره دسورئې په ختیځ کې په دیرالزور ولایت کې د داعشی ترهه ګرو دقوماندې ، غونډیدو اکمالاتی ملاتدړ او د کاربم جوړونې دورکشاپ پر ودانیو له مځکې پر مځکه ویشتونکی شپږ ګائیډیډ توغندی وویشتل چې وئیل کیږی په دغو بریالیو عملیاتو کې د داعشی تکفیریانو دیوشمیر لوړپوړو کمانډرانو پشمول څه دپاسه یو سل اویا تکفیری ترهه ګر هلاک شوی او دهغوی نوموړی ودانۍ په بشپړ ډول تباه شوی دی .