داعشی تفکر د درستې نړۍ لپاره جدی ګواښ دی
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار حسین دهقان نن دخبریالانو په ټول کې ټینګار وکړ ، داعش یوه داسې آئیډیالوژی ده چې هیڅ عقلی اودینی ملاتړ نه لری او باید له دغه سپیرۀ تفکر سره د مبارزې لپاره یوه نړیواله اراده او هوډ راپورته شی .
دسردار دهقان پّه عراق او سورئې کې دداعش ماتو ته په اشارې سره زیاته کړې ، د داعش ترهه ګرې ډلې جنایتکارو خپل مرکزی ځایونه اوبرخې له لاسه ورکړی دی ، او په یو شمیر تیت پرکو کسانو بدل شوی چې ممکنه ده ځینی کارونه وکړی اوباید هیوادونه په دې باب هوښیار او ځیر عمل وکړی .
دایران دفاع وزیر همداراز دایران په هکله دامریکا دجنګ وزیر لاسوهونکو څرګندونو ته په اشارې سره روښآنه کړې ، په تیرو څلویښتو کلونو کې د امریکایانو دغه ډول خبرې او چلند لامل شوی څو دامریکا له حکومته د درستو ملتونو د کرکې او په نړیواله سویه د دغه هیواد دکمزوریکیدا لامل شی .
سردار دهقان ټینګار کړی ، دایران ولس په کرتو هغه امریکایان چې دایران داسلامی جمهوریت په خلاف ئې کوم کار کړی وی ، پښمانه کړی دی .
دامریکا جنګ وزیر جیمز ماتیس له ډیلی کالر خبری سایټ سره په یولړ لاسوهونکو خبرو کې وئیلی دی ، ددې لپاره چې دایران اوامریکا ترمینځ دواړخیزې مثبتې اړیکې ټینګی شی ، نو لازمه ده څو په ایران کې واکمن نظام بدل شی .