امریکا دې د برجام په وړاندې پرخپلو دریځونو غور وکړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) یوه نړیواله موافقه ده، ټینګار وکړ: امریکا دې هم د دې نړیوالې موافقې په وړاندې خپلو دریځونو کښې بیاکتنه وکړي.
ایرنا لیکلي چې محمد جواد ظریف نیویارک ته د رسیدو په وخت د خبریالانو په ټول کښې په برجام باندې د ایران د پایبندۍ د یوځل بیا تائیدولو په هکله د ټرمپ د حکومت د پریکړې په غبرګون کښې وویل: ایټمي موافقه یوه هراړخیزه او نړیواله موافقه ده چې د کلونو کلونو له خبرواترو وروسته ترلاسه شوې ده.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: زمونږ هیله دا ده چې د دې مذاکرې ټول لوري پر خپلو ژمنو پابند ووسي خو په خواشینۍ سره تراوسه مو لیدلي دي چې امریکې په خپلو ناسمو سیاستونو او کړنلارې سره داسې حالات رامینځته کړې دي چې ایران له دغې موافقې پوره پوره ګټه پورته نه کړی شي.
ظریف وویل: باوري یو چې د امریکې مشران باید له دې موافقې سره په چلند کښې غور وکړي ځکه چې که داسې ونه کړي نو د دې موافقې له دوام سره به یې هیڅ مرسته نه وي کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان د ملګرو ملتو په مرکز کښې د پایدارې پراختیا په غونډه کښې ګډون کول، نیویارک ته د خپل سفر یو هدف وباله. هغه یادونه وکړه چې ایران د خپلو کلتوري او مذهبي باورونو له مخې حتی له هغو پریکړو او بحثونو مخکښې چې د پایدارې پراختیا په هکله د اوسنیو نتایجو سبب شوي، په زیاتره زمینو کښې او د زریزې پراختیا د ۱۷ګونو اهدافو په لړ کښې یې یولړ داسې پروګرامونه برابر کړي او اجرا کړي دي چې نور هیوادونه او نړیواله ټولنه پرې باید خبر شي.
ښاغلي ظریف وویل: د دې غونډو ترڅنګ به له کلتوري شخصیتونو، فکري خونو او نورو ارګانونو او په عامه افکارو باندې له اغیزشیندونکو کسانو سره یولړ ملاقاتونه وکړم څو له دې لارې هغه ټکي او مسائل چې د مینځني ختیځ د ناکراریو سبب شوي او حتی په دغه سیمه کښې یې ملګري هیوادونه د یوبل دښمنان کړي دي، د نړیوالو غوږونو ته ورسوم.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د سوریې په هکله هم وویل: اوس زمونږ پوره پوره کوشش دا دی چې د کوم جامع اوربند لپاره مو چې د آستانه په غونډو کښې د روسیې او ترکیې په ملګرتیا سره هلې ځلې وکړې، په بشپړه توګه اجرا شي څو د سوریې خلکو ته د انساندوستانه مرستو په رسولو او د دغه هیواد د خلکو د رنځونو او کړاونو په ختمولو کښې مرسته وکړي.