په نړۍ کې له وینو بهونکو جنایتکارو ملاتړ دامریکااصلی ماهیّت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i52026-په_نړۍ_کې_له_وینو_بهونکو_جنایتکارو_ملاتړ_دامریکااصلی_ماهیّت_دی
زمونږخبریال راپورراکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا... محمد علی موحدی کرمانی نن د جمعې لمانځه په خطبو کې ووئیل ، امریکا هره ورځ خپل جنایتونه زیاتوی او په نړۍ کې له قاتلانو ،جنایتکارو او وینو بهونکو څخه ملاتړ د دغه هیواد لپاره یوه عادی چاره شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 14, 2017 10:48 Asia/Kabul
  •   په نړۍ کې له وینو بهونکو جنایتکارو ملاتړ دامریکااصلی ماهیّت دی

زمونږخبریال راپورراکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا... محمد علی موحدی کرمانی نن د جمعې لمانځه په خطبو کې ووئیل ، امریکا هره ورځ خپل جنایتونه زیاتوی او په نړۍ کې له قاتلانو ،جنایتکارو او وینو بهونکو څخه ملاتړ د دغه هیواد لپاره یوه عادی چاره شوې ده .

هغه  دعراق  دپوځ اوولسی مبارزځواک په لاس دموصل  ښآر آزادولو ته اشاره وکړه او وې ویل دموصل دآزادولو پیغام  دادی چې  که  ولس دستمګرانو او جنایتکارو په وړاندې مقاومت وکړی ، نو  خداوندمتعال هم ورسره  مرسته کوی .

 آیت ا...موحدی کرمانی   په  عراق او سورئې کې  د داعش تفکیری ډلې په ترهه  ګرو کې  دنړۍ د۸۶هیوادونو دلسګونو ترهه  ګرو شتون ته په اشارې سره  هم ووئیل ، دصهونیسټ رژیم پشمول له  تکفیری ترهه ګرو  اوجنایتکارو  ملاتړ دامریکا  اصلی ماهیّت دی .

 هغه همداراز  د ایران دوسله وال ځواک  دفاعی اوپوځی اقتدار ته په اشارې سره هم ووئیل  امریکائی چارواکی   دپرمختللو دفاعی تجهیزاتو  او په سورېئ کې  د داعش ترهه ګرې ډلې  پرمرکزونو اومورچلو   باندې  دسپاه پاسدارانو  دتوغندوی حملې په څیر  د  ایران داسلامی جمهوریت  دوسله وال ځواک په پوځی اقتدار  اعتراف کړی دی  اود ایران پوځی قدرت دخپل هیواد یو غوره چیلنج  ګڼی .

آيت ا...موحدي کرماني  همداراز  داقتصادي دباؤنو   په اعمالولو کې  د واشنګټن    ایراني ضد اقداماتو ته  اشاره وکړه اوزیاته ئې کړه ،  دایران  ولس  په تیرو څلورو لسیزو  کې  په مقاومت سره  ټول دباؤنه زغملي  او  دایران داسلامی جمهوری نظام څخه ئې بشپړ ملاتړ کړی دی .

دتهران دجمعې لمانځه  موقته خطیب  په امریکا دنړۍ دهیوادونو  دبې اعتمادۍ دعلت  په باب هم ووئيل ، دمصر پشمول  په امریکا د هیوادونو  داعتماد نتیجه  خیانت دی ، ځکه  واشنګټن  دملتونو لپاره  هیڅ  ګټه او بریا  پخپلو موخو کې  نه ده شامله کړې .