د ایران خارجه وزیر استنبول ته ورسید
محمد جواد ظریف چې د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ استنبول ته تللی، د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره به هم کتنه ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو په بیړنی غونډه کښې د ګډون لپاره نن سهار د ترکیې استنبول ښار ته ورسید.
د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو بیړنی غونډه په قدس او مسجدالاقصی کښې د وروستیو بدلونونو په اړه، په استنبول کښې جوړیږي.
د مسجدالاقصی په وروستیو بدلونونو او د فلسطیني مظاهره چیانو او صهیونیسټو پوځیانو ترمینځ د نښتو او ناکراریو په نوې څپه کښې چې د تیرې جولایۍ میاشتې له څوارلسمې څخه په قدس، غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې راپورته شوې، ۱۷ فلسطینیان شهیدان شوي او له څلورو سوو زیات زخمي شوي دي.
محمد جواد ظریف چې د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ استنبول ته تللی، د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره به هم کتنه ولري.