ایران به د سوریې ترڅنګ پاتې شي
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په ترهګرۍ باندې د سوریې تر وروستۍ بریا پورې د دغه هیواد له ولس او حکومته په هراړخیز ملاتړ کښې د اسلامي ایران په نه بدلیدونکي دریځ ټینګار وکړ.
حسین امیر عبداللهیان پرون په دمشق کښې د سوریې له وزیراعظم سره په کتنه کښې د سوریې د پوځ او مقاومت له بریاو چې وروسته بیلګه یې د لویدیځ القلمون او د لبنان د عرسال په لوړو کښې وه، د خوښۍ په ښودلو سره وویل: د سیمه ایزو او نړیوالو دریځونو د پياوړتیا لپاره د ایران او سوریې د مختلفو ارګانونو ترمینځ دوامداره غږملتیا او همفکري دوام لري.
په دغه کتنه کښې د سوریې وزیراعظم هم وویل: دمشق د دغه هیواد د کړکیج له پیل څخه، د سوریې ملي اصولو او ارزښتونو ته له زیان رسولو پرته د کړکیچ د سیاسي هواري په موخه د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو طرحو ملاتړ کړی دی.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې سوریه له یو ظالمانه جنګ سره مخامخ ده، زیاته کړه: د سوریې قدرت د دغه هیواد د ولس او حکومت په اتحاد او یووالی کښې دی.