ایران: له روسیې سره د دفاعي اړیکو هراړخیزه پراختیا غواړو
Aug 06, 2017 03:15 Asia/Kabul
د ایران دفاع وزیر سردار حسین دهقان پرون د روسیې له مرستیال وزیراعظم سره په کتنه کښې د دفاعي اړیکو په هراړخیزې پراختیا او د موافقو د اجرا په چټکتیا ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د روسیې د وزیراعظم مرستیال دیمیتري روګوزین چې د اسلامي ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کښې د ګډون په موخه تهران ته راغلی، له برید جنرال حسین دهقان سره په کتنه کښې یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دفاعي او فني موافقو بهیر وجاجوه.
همداشاه دوه اړخیز، سیمه ایز او نړیوال مسائل د ایران له دفاع وزیر سره د روسیې د مرستیال وزیراعظم د کتنې نور مهم موضوعات وو چې وڅیړل شول.
ټیګونه