داعش تفکیری ډله د دړې وړې کیدا په حال کې ده
دایران د نظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې منشی محسن رضائی نن په تهران کې د حرم د مدافع شهید محسن حججی ددرنښت د دستورو ترڅنګ د خبریالانو په ټول کې ووئیل ، داعش ترهه ګره تکفیری ډله دلارې آخر ته رسیدلې ده او هرهغه کار کوی څو له دړې وړې ځان وژغوری خو نوره ئې وخت ختم شوی دی .
محسن رضائی دسیمې او دهغو د بدلونونو دراتلونکی په باب هم ووئیل ، بدلونونه به له سیمې د امریکا دشاتګ لامل شی .
هغه دایران په ضد دداعش تکفیری ترهه ګرې ډلې جنایتونو ته په اشارې سره روښانه کړې ، د ایران ملت په ځلونو ښودلې ده ، دانسانی ارزښتونو په دفاع کې لومړنی ملت دی او دغه ویاړ ئې پخپل تاریخ کې ثبت کړی دی .
دحرم مدافع شیهد محسن حججی تیره اونۍ داعشی تکفیریانو له نیولو وروسته په ډیر بوږنونکی ډول شهید کړی .