ترکیه او ایران په خپلو کښې ډیرې نزدې او ښې اړیکې لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i55629-ترکیه_او_ایران_په_خپلو_کښې_ډیرې_نزدې_او_ښې_اړیکې_لري
د ترکیې ولسمشر د انقرې او تهران اړیکې ډیرې نزدې وبللې او ویې ویل: د ترکیې او اسلامي ایران اړیکې په متعارف حقوقي چوکاټ کښې نه شي بیانیدلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2017 03:09 Asia/Kabul
  • ترکیه او ایران په خپلو کښې ډیرې نزدې او ښې اړیکې لري

د ترکیې ولسمشر د انقرې او تهران اړیکې ډیرې نزدې وبللې او ویې ویل: د ترکیې او اسلامي ایران اړیکې په متعارف حقوقي چوکاټ کښې نه شي بیانیدلی.

د ایرنا د خبر له مخې رجب طیب اردوغان پرون په دې خبرې سره چې ترکیې د خپل طبیعي ګیس او تیلو د ضرورت ستره برخه له ایرانه برابروي، څرګنده کړه: انقرې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې دا حساسیت د امریکې تیر او اوسني حکومت ته په ځلونو اعلان کړی دی.

هغه له ایران سره د ملګرتیا په وجه د ترکیې د ځینو پخوانیو سیاسي او بانکي چارواکو خلاف د شکایت لیک په صادرولو کښې د امریکې اقدامات سیاسي وبلل او هیله یې وښودله چې امریکې ته په سفر کښې د دې موضوع د څیړنې فرصت ولري.

اردوغان په دې خبرې سره چې امریکا عادل او انصافي هیواد نه دی څرګنده کړه: دا ډول اقدامات د امریکې د حکومت د ناتوانۍ ښودنه کوي.